دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت پانګونې ته د ملي او سیمه ایزو سوداګرو د هڅونې په غونډه کې وکړې.

پکتیکا والي وایي، که پانګوال د یوه ملي احساس له مخې هغه پانګونه چې په نورو هېوادونو کې یې کوي همدلته په پکتیکا کې وکړي په وینا له یوې خوا به یې ګټه دوی ته ډېره وي  او بل لورته به یې د خپلې سیمې په پرمختګ کې ښه رول ادا کړی وي.

دده په خبره، پکتیکاوال ښې سرمایې او کاروبارونه لري خو زیاتوي چې ډېری یې په نورو هېوادونو یا هم نورو سیمو کې په پانګونه بوخت دي.

ښاغلی وحدت سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې که په پکتیکا کې پانګونه وکړي ولایتي اداره به ورته ټول اړین سهولتونه برابر کړي.

په ورته مهال سوداګر وایي چې د خپلې سیمې د ابادۍ لپاره چمتو دي چې په پکیتکا کې پانګونه وکړي.

د دوی په خبره، که دولت ورته لازم سهولتونه برابر کړي نه یوازې دوی بلکې نړیوال پانګوال به هم دېته زړه ښه کړي چې په پکتیکا کې پانګونې وکړي.

د یادونې ده چې د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهور سوداګر دامهال په بهرنیو هېوادونوکې لوی او واړه کاروبارونه ترسره کوي.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز د فتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *