نږدې سل تنو پانګوال نن ( یکشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د دغه ولایت سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره غونډه وکړه .
دوی وویل د صنعتي پارک د چارو د پیل کیدو په موخه یې د دغه ولایت د پانګوالو اتحادیه جوړه کړې،چې په ترڅ کې شاوخوا اویا پانګوال چې اوس مهال په نورو سیمو کې فابريکې لري،پانګه اچونې ته ژمن شوي .
دوی زیاته کړه،دغه اتحادیه به د صنعتي پارک د لومړنیو چارو د ترسره کېدو په موخه له ټولو پانګوالو څخه یوه اندازه پېسې راټولي کړي او د پارک چارې به د پانګونې د ملاتړ ادارې سره یو ځای په همغږۍ پیل کړي .
پانګوال وایي په لومړنیو کارونو کې د صنعتي پارک د احاطې دیوال،سړکونه،د برېښنا چارې، د اوبو ویالې،روغتون،مسجد،شنه سیمه او نور ضروري ملحقات جوړول شامل دي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل هره چاره باید په قانوني ډول ترسره شي او په همدې موخه باید پانګوال د ایسا ادارې سره هر مهال همغږې ووسي .
ده زیاته کړه، کله چې پانګوالو د ایسا ادارې سره په همغږۍ د صنعتي پارک لومړنۍ چارې بشپړې کړې له هغې وروسته به ټول هغه پانګوالو ته چې د فابرېکې وسایل او د ایسا ادارې جواز ولري په دغه پارک کې به ورته د پانګې اچونې زمینه برابره شي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د وری په اتلسمه نیټه به د ایسا ادارې له مسؤلینو سره د میدان وردګو د پانګوالو له لورې د دغه ولایت صنعتي پارک د لومړنیو چارو د پیل کېدو په موخه وروستۍ خبرې اترې وشي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر