تاند- نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د غوراوي د لوبو په دوام کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې نن د پاپو نیوګینې ټیم  ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړه.(دا لوبه تاند د فېسبوک له لارې شېبه په شېبه خپره کړه)

پچه نیوګینې وګټله او غوره یې وګڼله چې په خپله لوبه یا بیټنګ وکړي.

پاپو نیو ګینې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په خپلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې او په دې توجګه یې افغانستان ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

پاپو نیو ګینې لوبه خورا ښه پیل کړه او تر ډېره وخته افغان لوبغاړي نه توانېدل چې د دوی کوم لوبغاړی وسوځوي.

سمیع الله شینواري ۳، دولت ځدراڼ ۲ او شاهپور ځدراڼ د پاپو نیو ګینې یو لوبغاړی وسوځاوه. په نننۍ مسابقه کې حمید حسن برخه نه لرله.

خو د باران د اورېدونکو له کبله لوبه اوو اورونو ته راټیټه شوه. افغانستان دا هدف په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې څلور لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

په نننۍ لوبه کې محمد نبي ښه وځلېد. ده په ۲۲ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پرون سکاټلند ته هم ماتې ورکړې وه خو لومړۍ لوبه یې پر هالنډ په ۷ ویکټونو بایللې وه. افغان ټیم به بله مسابقه د راتلونکې شنبې په ورځ له برمودا سره وکړي.

پاپو نیو ګینې افغانستان ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه

تاند- شل اوریزو نړیوالو اتلولیو ته د غوراوي په لوبو کې نن د افغانستان او پاپو نیو ګینې د کرکټ لوبډلې په شارجه کې مخامخ شوې.

پچه نیوګینې وګټله او غوره یې وګڼله چې په خپله لوبه یا بیټنګ وکړي.

پاپو نیو ګینې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په خپلو ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې او په دې توجګه یې افغانستان ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

پاپو نیو ګینې لوبه خورا ښه پیل کړه او تر ډېره وخته افغان لوبغاړي نه توانېدل چې د دوی کوم لوبغاړی وسوځوي.

سمیع الله شینواري ۳، دولت ځدراڼ ۲ او شاهپور ځدراڼ د پاپو نیو ګینې یو لوبغاړی وسوځاوه. په نننۍ مسابقه کې حمید حسن برخه نه لرله.

په نننۍ لوبه کې سمیع الله شینواري نه یوازې د پاپو نیو ګینې ۳ لوبغاړي وسوځول بلاکې په ۴ اورونو کې یې لږ منډې هم ورکړې. ده ټولټال ۲۳ منډې ورکړې. دا په داسي حال کې ده چې کریم صادق په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې. البته کریم صادق پعه پیل کې لوبه وکړه.

وبه ګورو چې افغان لوبغاړي په خپل وار په بیټنګ کې څه کوي.

2 thoughts on “افغانستان پاپو نیو ګینې ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه”
  1. د باران دامله لوبه وځنډیده چي وروسته یی د ۶۹ منډی هدف وټاکه په ۷ اورونو او ۱۰ لوبغاړو چي افغانستان دغه هدف په ۷ اورونو کي په ۴ لوبغلړو سوځدو پوره کړ او ۷۲ منډی یی جوړي کړي او لوبه افغانستان وګټله
    مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک

  2. محترم مدیرصاحب تاسو دافغانانو کرکیټ په راډیوکی اوری اوکی دټلویزون په څپوکښی اوری موږ خودیوټوب اوفیسبوک ویډیوڅخه بغیر پرټلویزون په ټول عمرکښی کرکیټ په نیږدی ګاونډی ملک کښی هم نه وینواوکی ستاسوسره اډرس وی مهربانی وکړی موږته یی ولیکی دابمو ډیره مهربانی
    مننه ستاسو انطزار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *