تاند – د نړۍ د رومن کاتولیک کلیسا لارښود پاپ فرانسیس مکسیکو ته د خپل سفر پر وخت چې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه تېرېده نژدې وو چې را ولوېږي.

تېره ورځ په داسې حال کې چې مینه والو یې هڅه کوله چې په لاس ورسره روغبړ وکړي یوه مینه وال یې د هغه د چپنې یوه برخه کلکه کړه او په داسې حال کې چې د پاپ مخې ته یو ځوان د معیوبینو په بایسکل کې ناست وو دومره پرې ورټیټ شو چې نژدې وو چې په معیوب کس باندې ور ولوېږي.‌

دغه وخت پاپ خپله حوصله له لاسه ورکړه او هغه کس ته په غوسه شو او په هسپانوي ژبه یې ورته وویل چې «یوازې د ځان په هکله فکر مه کوه».‌

وروسته پاپ معیوب کس په سر ښکل کړ او ویې نازاوه.‌

واتیکان ښار چې د کاتولیک عیسویانو مرکز دی
واتیکان ښار چې د کاتولیک عیسویانو مرکز دی

پاپ فرانسیس د جمعې له ورځې راهیسې په مکسیکو کې دی او د چارشنبې په ورځ به په دغه هېواد کې خپل سفر پای ته ورسوي.‌ دا له هغه وخت راهیسې چې نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د کاتولیک کلیسا مشر ټاکل شوی دی،‌ شمالي امریکا ته د هغه دویم سفر دی. هغه په سپتمبر کې له کیوبا او متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه.‌

پاپ فرانسیس چې د ۱۹۳۶ د ډسمبر په ۱۷مه زېږېدلی دی د رومن کاتولیک کلیسا ۲۶۶م او موجود پاپ دی.‌ د هغه اصلي نوم جورج ماریو بیرګوګلیو دی خو د ۱۲مې پېړۍ د ایټالوي پاپ سینټ فرانسیس آف اسیسي په درناوي یې خپل پاپي نوم پاپ فرانسیس ټاکلی دی.‌ پاپ فرانسیس لومړنی امریکایي او له سوریایي ګریګوري iii څخه را وروسته چې په ۷۴۱ کال کې مړ شوی دی، لومړنی غیر اروپایي پاپ دی چې د روم د کاتولیک کلیسا او د واتیکان د خپلواک ښار لارښود ټاکل شوی دی.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *