لېډينګ / اداره – بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۹) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۸\ ۱۳۹۳

د مرغومې پر ۳۰– مه په ننګرهار کې د خان عبدالغفار خان پاچا خان د ۲۷– تلین یاد غونډه جوړه شوه.

دا غونډه زموږ د بحرانې زمانې مقطعې په بطن

کې خورا زیاته د اهمیت وړ ده ځکه چې دا وخت افغانستان د نژدې څلوېښت ک لن جهنمي جنګ په دوران کې تقریباً په یوه تور سکور بدل شوی دی، د جګړې لمبې نه یوازې پرتې نه دي چې لا غرغړې وهي.

له بده مرغه دا ناتمامه انساني فاجعه نور او نور اړخونه خپلوې، هره ورځ یې یو نوی اړخ او لا ډېر ناانساني اړخ نندارې ته وړاندې کېږي.

نن ورځ زموږ جانان وطن ګران افغانستان د نړۍ د هر افراط او هرې ترهګرۍ د تطبیق لپاره د پرانیستې میدان په توګه انتخاب دی.

دلته د دنیا له هر ورک کونج څخه د مذهبي افراطیت بې رحمه او بې علاجه بلا هم را نازله ده او د زورورې نړۍ د سیاسي منافقتو استعماري لاسونه هم د نامحسوسې او نامريي ترهګرۍ په ماهیت سره را اوږده دي.

افغانستان لکه غنم د کفري و مذهبي افراطونو د دوو پلونو تر منځ اوړه کېږي.

جنګ، جنګ دی؛ په جنګ کې مقدس و نامقدس نشته؛ د هر جنګ وجودي منطق د انساني هستۍ نېستې ده او په سپېڅلې اراده د بشر پر کور د محشر ساعت نوی کول له شیطاني منطقه پرته بل په هيڅ ډول استدلال د منلو کار نه دی.

نن افغانستان، سیمه او خاصتاً د اسلامي نړۍ یوه زیاته برخه په مختلفو فتواوو، بېلا- بېلو بهانو او رنګا رنګ نومو د افراطیت، خشونت، وحشت او جنایت ښکار ده، دغو ټولو ناخوالو، بحرانو او جنجالو ته د پای ټکی یوازې په پاچاخاني طزر تفکر سره ایښوول کېدای شي، دې لوی انسان د هرې لانجې د حل لپاره پر انساني- مدني منطق تکیه کوله؛ تاوتریخوالی یې د حل نه بلکې د لا پېچلتیا او ترینګلتیا لامل ګاڼه.

نوره دنیا خو به خپل کار کوي مګر موږ چې د خپل ملک او خپل ملت مالکان یو باید د خپلو ورانیو، جګړو او وحشتو د مخنیوي او اختنام لپاره د پاچاخان پر فکري دروازه د سولې او ثبات فضا ته ور ووزو.

نور باید دا زده کړو او له خپل څلوېښت کلن مسلسل بحران څخه دا پند واخلو چې دلته د هر جنګ په تنور کې موږ او زموږ هستې سوځېدلې ده او پردیو د خپلې ګټې ډوډۍ پکښې پخې کړي دي.

موږ باید دا پیام واورو او چې وس مو کېږي د هر افغان انسان تر غوږ غوږه یې ورسوو چې جنګ د هغه جهت او هغه چا انتخاب دی چې موږ یې پر ضد جنګېږو؛ اوس نو فکر وکړئ چې زموږ د جنګو، زموږ د قتلو او زموږ د غیرتو مانا او ماهیت څه دی؟

نور باید زموږ هره مبارزه پر فکري، منطقې، علمي او انساني اساساتو ولاړه وي؛ ودان افغانستان ګوند د دغسې یوې مبارزې یو عیني مثال دی.

موږ د پاچاخان د سوله ییز ارمان پر میدان په انساني مینه ناتمامه او بې انجامه مبارزه کوو، هېڅوک نه وهو او پر ټولو د نه وهلو پاچاخاني ږغ کوو.

هیڅ انسان او له دې جملې څخه افغان انسان د خپل بشري کرامت او انساني حیثیت ساتنې لپاره له زغم، سولې، عدم تشدد مبارزې، ثبات او همږغۍ پرته بله لار نلري.

راځئ پاچاخان له سره وپېژنو او ځان له سره وپېژنو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *