په پخوا زمانه کې په یو ښار کې خلکو پاچا یوازې دکال لپاره انتخاباوه او له یو کال پاچاهۍ وروسته به یې نوی پاچا ټاکه او پخوانی پاچا یې یوې لرې ځنګلي ټاپو ته استاوه چې هلته له ځناورو پرته نور چا ژوند نه کاوه او په دې ترتیب هر کال د ښار پاچاهان بدلېدل.
کله چې د پاچا دکار موده پای ته ورسېده، خلکو نوموړي ته د همغه ټاپو جامې ور واغوستې، په فیل يې سپور کړ او په ټول ښار یې وګرځاوه ترڅو خلک ورسره خدای پامانی وکړي، چې د پاچا او د ښار د خلکو لپاره دغه خورا ډېرې غمجنې او سختې شېبې وې. له دې وروسته یې په بېړۍ کې سپور او همغه ټاپو ته یې ولېږداوه.
کله چې بیړۍ بېرته ښار ته راو ګرځېده په لارو کې یې هغه بیړۍ هم را پیدا کړه، چې څه موده مخکې ډوبه شوې وه او ویې لیدل چې یو ځوان د بیړۍ په یوه ټوټه ځان ټینګ نیولی او د خپل ژوند د ژغورلو هڅه کوي. بیړۍ نوموړی ځوان له ځان سره را واخیست او ښار ته یې را ووست. د بېړۍ خلکو له هغه یې وغوښتل، چې د یو کال لپاره ددې ښار پاچا شي. نوموړي ځوان لومړی دا غوښتنه رد کړه خو وروسته یې زړه ورته ښه کړ.
خلکو نوموړي ته د ښار د اداره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې، د یو کلنې پاچاهۍ د دود او دستور او تر دوولسو میاشتو وروسته همغه ټاپو ته د استولو په اړه وپوهاوه. له دریو وروځو وروسته دا ځوان له وزیرانو څخه پوښتنه وکړه، چې آیا کېدای شي، چې یو ځل هغه ټاپو وګوري، چې هر پاچا له یو کال وروسته ور وړل کېږي؟ وزیرانو ورسره ومنله چې یو ځل اړونده ټاپو وګوري. ټوله ټاپو په ګڼو ځنګلونو پوښل شوې وه او هر ځای د ځناورو غږونه اورېدل کېدل.
ځوان پاچا هلته په ټاپو کې کښته شو، شا او خوا وګرځېد او د پخوانیو پاچاهانو هډوکي او جسدونه یې ولیدل، چې کله هلته تللي د ځنګل ځناور ورباندې راغلي او هغه یې خوړلي دي. نوی پاچا د ټاپو له لیدو څخه بېرته ښار ته راغی او دلته یې ۱۰۰ تنه تکړه کاریګر پیدا کړل او نوموړي ټاپو ته یې بوتلل او هغوی ته یې امر وکړ، چې ځنګل پاک کړي، د مړو حیواناتو او پاچاهانو هډونکي پاک کړي. د ځنګل کوچنۍ ونې او ځنګلونه پرې کړي. پاچا به په میاشت کې یو ځل د کار د لیدو لپاره د کاریګرو زیارت کاوه او د کار جریان یې لیده. په یوه میاشت کې د ننه د ځنګل ډېرې برخې پاکې او صافې شوې. په دویمه میاشت کې پاچا کارګرو ته د باغونو د جوړولو امر وکړ او هم یې د ځینو ګټورو څارویو لکه ګډانو، غواګانو، وزو، چرګانو او داسې نورو د روزلو او ساتلو امر وکړ. په دریمه میاشت کې پاچا په ځنګله کې د کور د جوړولو او د بیړیو لپاره د تم ځای د رغولو امر وکړ. پاچا په ښار کې خپل دفتري او کورني لګښتونه ډېر کم کړل او ټول مصارف یې اړونده ټاپو ته سپمول، چې په لږ وخت کې ټاپو د سیل او چکر ځای شو. د کال په نهمه میاشت کې پاچا خپل مهم وزیران را غونډ کړل او هغوی ته یې وویل: “پوهېږم چې زه باید له دوولسو میاشتو وروسته له پاچاهۍ څخه لاس پر شم او نور هغه ټاپو ته لاړ شم، چې پخوانی پاچاهان ته وړل شوي مګر زه غواړم، چې سره اوسه نوموړي ټاپو ته لاړ شم.” وزیرانو وویل: “نه جناب، زموږ د پاچاهۍ اصول او لارښوونې دا دي، چې تاسې باید دلته یو کال پوره کړئ او له هغو وروسته اړونده ټاپو ته لاړ شی.”
دری میاشتې هم تېرې شوې او کال پوره شو. د کال په پای کې خلک را ټول شول او پاچا ته یې له خپل دود او دستور سره سم ډېرې ښکلې او ارزښتناکې جامې ور واغوستې. په ستر فیل یې کښېناوه او تر یوه ځایه یې بدرګه کړ او نوره یې خدای پاماني ورسره وکړه.
مګر دا ځل پاچا د پخوانیو پاچاهانو برخلاف ډېر خوشاله ښکارېده او په خوله یې موسکا غوړېدلې وه. خلکو ترې پوښتنه وکړه، چې ولې دومره خوشاله دی. نوموړي په ځواب کې ورته وویل چې پوهان وايي: ” کله چې د نوي ماشوم په توګه زیږېدلې نو تاسې ژړل او خلکو خندل. نو په دنیا کې داسې ژوند او داسې عمل وکړه، چې د مرګ پرمهال تاسې خاندۍ او نور ژاړي” همدا خبره ده، چې پخوانیو پاچاهانو د پاچاهۍ په دوره کې خپل وخت په عیش او نوش تېراوه مګر ما بیا د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړ او اړونده ټاپو مې د ځان لپاره جوړه کړه او د کوچني جنت په څېر مې ښایسته کړه. اوس کولی شم، خپل پاتې ژوند هلته په خوشالۍ سره تېر کړم.
پند: زموږ ژوند هم همداسې دی. موږ تاسې دلته د لنډ وخت لپاره راغلي یو، چې د خپل دایمي ژوند د جوړولو لپاره کار وکړو. موږ باید له خپل دایمي ژوند څخه ځان په دې لنډ ژوند مشغول نه کړو. بلکې عادي ژوند ولرو.
نبی علیه سلام فرمايي: “په دنیا کې داسې ژوند وکړه لکه مسافر او یا په لاره تېرېدونکی.” هېڅوک باید د خپل آخرت په خرابولو سره د دنیا ژوند جوړ نه کړي. په دنیا کې د آخرت لپاره غوره کښت وکړئ.
ډیره مننه کوو وروره چې نصحیتواره قصه دې لوستونکو ته ډالۍ کړې