ماشوم په زاړه ټيم کې مزی واچوه،په خړو خاورو يې کش کړ،د سترګو رپ سره د حوېلۍ اخر ته ورسېد،له ځمکې تاو پورته کېده،حوېلۍ سيوری نه درلود،په منځ کې يې يوازې يوه خېمه ولاړه وه،د هلک له خولې د موټر غږ پورته کېده…هارنډونه يې وهل،بېرته د حوېلۍ بر سرته راغی،لوڅو پښو يې د خاورو  رنګ اخيستی و،مخ يې لمر ته برېښېده.

له خېمې په تن ډنګره ښځه ور ووته،ټيکري يې څو ځايه پيوندونه درلودل،د مخ راوتلي هډوکي يې له ورايه ښکارېدل،ننوتې سترګې يې تنګې کړې،لمر وهلي لاسونه يې تندي ته پورته کړل،په ماشوم يې غږ کړ:

اختر مامده! جل به دې ووهي،راځه…مر دی!!.

ماشوم دا ځل زاړه ټيم ته ټيټ شوی و،مزی يې ترې ټينګ تاو کړ،خو زر يې وويل:

ادې!! ابا مې راته نوی موټر راوړی!

ښځه بېرته شاته شوه،د خېمې مخ ته ککړ لوښي پراته ول،تر څنګ يې د اوبو بوشکه په بغل لوېدلې وه….څو شېبې ودرېده،سترګې يې په نغري ولګېدې،سوړ ښکارېده،شاوخوا ترې خالي ټيمي قوطۍ ګانې پرتې وې،يوه غوړه وه،د مېږيانو ليکه ترې وته او ننوته…

د حوېلۍ ور ګړپ کړ،ماشوم چغه کړه:

ــــ اغه دی! ابا مې راغی!!.

ښځې سترګې واړولې،په وره کې له ونې لوړ،نری سړی ښکاره شو،په ښي اوږه يې خيرنه پلاستيکي کڅوړه ايښې وه،ترې لنډې او اوږدې اوسپنيزې تختې وتې وې،په تندي يې د پخواني ټپ نښه معلومېده،زنه يې په موټي ږيرې پټه وه،په سر يې د سپينې خولۍ شاوخوا لنده توره ليکه تاوه وه…

شېبه وروسته د خېمې دننه درې تنه ول،ماشوم د مور په غېږ کې سر ايښی و،ترڅنګ يې وچه ډوډۍ پرته وه،ژړل يې:

ماته نوی موټر!!…

مور يې غلې وه،سړي بالخت ته ډډه وکړه،بغل ته يې په خيرو ککړه خوله  ايښې وه،په تندي يې څو تاره مړه وېښتان پراته ول،لاس يې پرې کش کړ،ګوتې يې لندې شوې…په خېمه کې ګرمه هوا وچلېده،ماشوم ورو ورو ژړل،سړي وويل:

چوک له مزدورانو ډک و،ټول بېرته ماغوندې خپلو کورو ته لاړل.

ښځې د ماشوم وېښتانو کې ګوتې وهلې،وچې شونډې يې وخوځولې:

ګاونډيو ام د غرمې لپاره څه رانه کړل.

سړی غلی و،ښځې زياته کړه:

ــــ ويلې،نور تاسو نه پوزې ته راغلي يو.

د ماشوم سترګې پټې شوې،ښه شېبه چپه چوپتيا شوه،د سړي لاس د مخ لور ته پورته شو،مچ بنننګ کړ…

ښځې د ماشوم له لاسه لوېدلې وچه ډوډۍ پورته کړه،تر څنګ يې په سپينه ټوټه کې کېښوده،سړي ته يې سترګې واړولې،وچې شونډې يې وخوځېدې:

ترکله به ام دا حال يي!؟

سړي اوسېلی کړ:

تر هغه،چې پاچا معلوم شي!!!…

پای

۱۳۹۳-۶-۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *