د افغان او پښتون ملت پالنې او پر ځای یې د پان اسلامیزم د ترویج په برخه کې د پاکستان اوږد تاریخ
لیکونکی: احمد بلال خلیل
ژباړونکی: محمد بشیر غفارزی
نېټه: د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۳ مه
پاکستان د هند د شبه قارې له وېشل کېدو راهیسې په پاکستان کې د قومي ملت پالنې او په افغانستان کې د افغان ملت پالنې له راټوکېدو په وېره کې ژوند کوي. د پاکستان د کارپوهانو وتلي بنسټونه او د واک مراجع دې دوو بهیرونو ته د پاکستان د جغرافیایي بشپړتیا پر وړاندې د ګواښ په سترګه ګوري. دا وېره هغه وخت نوره هم پیاوړې کېږي کله چې ورته د لویدیځ پاکستان (اوسني پاکستان) څخه د ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) د بېلتون او همدا رنګه په پاکستان کې د سوسیالیستانو، بلوڅو او یو شمېر پښتون ملت پالو چې د افغانستان څخه یې ملاتړ ترلاسه کړ، د سرکښۍ د څپو له لیدلوري وکتل شي. له همدې کبله پاکستان هڅه کوي، د هېواد دننه د قومي ملت پالو او په بهر کې د افغان ملت پالنې د کمزوري کولو لپاره له دین څخه د یووالي د وسیلې په توګه کار واخلي.
د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ او صدارت د سړې جګړې پرمهال هڅه وکړه چې په پاکستان کې د ټولو قومي سیاسي ګوندونو د نفود مخه د هغوی د مهمو مشرانو د نیولو او بندي کولو او د هغوی پر وړاندې د منفي تبلیغاتو د زیاتولو له لارې ونیسي. د بېلګې په ډول، په پاکستان کې پښتون ملت پالو ګوندونو ته چې ځان ته افغانان وایي، د هغو ګوندونو په سترګه کتل کېدل چې د پاکستان خپلواکي یې رد کړې. د حکومت تبلیغاتو دې ګوندونو ته ” سره کانګریسان” ویل یعنې د هند په ملي کانګریس پورې تړلي یې بلل او د دوی کړنې یې پاکستان ضد ګڼلې.
د حکومت دا استدلال پر دریو فکتورونو ولاړ و. لومړی، پښتنو ګوندونو پخوا، په ځانګړې توګه د خپلواکۍ د مبارزې پر مهال، د هند له ګانګریس سره اړیکې او د پاکستان د مسلم لیګ سره مخالفتونه درلودل. دویم دا چې پښتون ملت پالو په ۱۹۴۷ کال کې هغه ټول پوښتنه رد کړه چې د شمال لویدیځ سرحدي ولایت (NWFP) (اوسنۍ خیر پښتونخوا) له خلکو پکې پوښتل شوي وو، ترڅو پرېکړه وکړي چې آیا غواړي د پاکستان یا هم هند برخه واوسي. په حقیقت کې پښتون ملت پالو استدلال کاوه چې دوی نه پاکستان او نه هم هند، بلکې یو جلا او خپلواک “پښتونستان” غواړي چې د هغو پښتون مېشتو سیمو څخه جوړ وي کومې چې اوس د پاکستان تر واک لاندې دي. بلاخره، کله چې پښتون ملت پالو د پاکستان واقعیت درک کړ، بیا دوی د پاکستان د فدرالي نظام تر سیوري لاندې د ولایتي خپلواکۍ او حاکمیت غوښتنه وکړه. دا یو بل فکتور دی چې په لومړیو کې یې د مسلم لیګ او وروسته یې د نورو مهمو پاکستاني سیاسي ګوندونو سره د هغوی اړیکې اغیزمنې کړې. که څه هم د ۱۹۷۳ کال په اساسي قانون کې ولایتونو ته د کاغذ پر مخ خپلواکي او حاکمیت ورکړل شول، خو ملت پاله ګوندونه اوس هم دا استدلال کوي چې دا ډول خپلواکي په عمل کې شتون نه لري.
پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې تل د افغان ملت پالنې او هند یعنې د مخالف او دښمن تر منځ له واقع کېدو په وېره کې وو. دا وېره د کابل د پښتونستان د پالیسۍ او د ډیورنډ کرښې د په رسمیت نه پېژندو له کبله نوره هم زیاته شوې وه. پداسې حال کې چې کابل پاکستاني قومي ملت پالو لکه د عوامي ملي ګوند غړو یا نورو کسانو ته په خپله خاوره کې پنا او مرسته ورکوله، پاکستان هم د همدې شان یوه فرصت د ترلاسه کولو هیله درلوده.
دغه فرصت هغه وخت پاکستان ته په لاس ورغی کله چې سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر مهال افغان اسلام پالي پاکستان ته وتښتېدل. مولوي حبیب الرحمن چې د افغانستان د اسلامي نهضت د دولسو بنسټ ایښودونکو څخه وو، د نصیرالله بابر سره چې هغه مهال د پوله ساتو ځواکونو (FC) مشر و، اړیکه ټینګه کړه. رحمن له پاکستان څخه د نظامي مرستې غوښتنه وکړه. د بابر په وینا، هغه دا پیغام لومړي وزیر ذولفقار علي بوټو ته ورسولو، چا چې په ځواب کې د “افغانانو د روزنې” لپاره شین څراغ (اجازه) ورکړه، چې د بابر په وینا په کې د پاکستان د ځانګړي استخباراتي (SSG) ډلې تر مشرۍ لاندې ” د عادي ځمکنیو وسلو او د غلچکي جګړې د څرنګوالي په برخه کې د ځانګړې روزنې” مرسته شامله وه. دا په حقیقت کې د افغانستان د پښتون ملت پالنې سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان لخوا د افغان اسلامپالو د کارت د لوبولو پیل و. له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې افغان اسلام پالي په پاکستان کې وروزل شول او د “1354 عملیاتو” د ترسره کولو لپاره بېرته افغانستان ته واستول شول. دا نظامي پاڅون د افغان اسلام پالو لپاره یوه ناوړه پېښه یا ناورین و چې په ترڅ کې یې د حبیب الرحمن په ګډون، د هغوی ډېری لوړ پوړي مشران ونیول او بیا وروسته په دار وځړول شول.
دا د پاکستان د افغان پالیسۍ پیل و. اسلام آباد د افغان اسلام پالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیست ترڅو کابل دې ته وهڅوي چې د پاکستاني قومي ملت پالو او بیلتون پالو د ملاتړ له پالیسۍ څخه لاس په سر شي. په عین وخت کې، پاکستان د افغان ملت پالنې د کمزورتیا او د ډیورند کرښې او لوی افغانستان اړوندو مسایلو ته د پای ټکي اېښودلو په موخه هڅه وکړه افغان اسلام پالو ته د لا زیاتو امکاناتو (سرچینو) په واک کې ورکولو سره هغوی پیاوړي کړي.
د افغان جهاد پر مهال پاکستان یو وارې بیا افغان کډوالو ته، خو دا ځل د ۱۹۷۳-۱۹۷۵ کلونو پر مهال د سلګونو کسانو پر ځای میلیونونو وګړو ته پناه وکړه. پاکستان مجاهدینو ته روزنه او خوندي ځایونه ورکړل، او وروسته یې بیا له هغوی څخه د خپلو ګټو لپاره د نیابتي ځواکونو په توګه کار واخیست. له دې کار څخه د پاکستان موخه د پښتونایزیشن او افغانیزم مخه نیول وو او پر ځای یې د پان اسلامیزم د افراطي بڼې څخه ملاتړ وکړ. باید یادونه وشي چې افغان اسلام پاله سیاسي ګوندونه لکه د افغانستان اسلامي نهضت د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی آېس آی) لخوا رامنځ ته نه شول او نه هم د کوم بل بهرني قوت لخوا د افغانستان سیاسي ډګر ته داخل کړل شول (که څه هم دا اسلام پالي له عقیدوي پلوه د اخوان المسلمین او جماعت اسلامي او د هغوی د همفکرانو څخه متاثر شوي وو). خو په هر صورت ددې غورځنګ په جوړېدو، پراختیا او تکامل کې د پاکستان د ملاتړ رول هم یو مسلم حقیقت دی.
البته، ټول هغه کډوال چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان ته کډه شول یاغیان نه وو. د هغوی یو شمېر یې افغان روڼ آندي او ملت پال وو چې د محمد ظاهر شاه او سردار محمد داود خان په حکومتونو کې یې دنده ترسره کړې وه. خو ددې کسانو ډېری یې بیا یا و وژل یا هم د پاکستان پرېښودو ته اړ شول. شناند او لیکوال عزیز الفت، پخوانی وزیر او فیلسوف بهاوالدین مجروح، د حامد کرزي پلار او د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی عبد الاحد کرزی او د افغانستان د پښتون ملت پال ګوند افغان ملت یو شمېر غړي په پاکستان کې ترور شول چې د هغوی قاتلین کله هم ونه موندل شول. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسلامبلې پخوانی مشر عبدالرحمن پژواک او ډېر نور کسان د پاکستان او جهادي ګوندونو لخوا اړ ایستل شول چې له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د باتجربه او مسلکي افغان ملت پالو وژنو او تبعیدونو بې تجربې مجاهدینو ته ډګر خالي کړ. د افغان ملت پالو د قدرت سره په مبارزه او پاشلو کې د افغان جهادي ګوندونو رول د انکار وړ نه دی او په دې برخه کې د پاکستان پر رول هم سترګې نه شي پټیدلای.
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی چې خپله هم یو مجاهد او د صبغت الله مجددي د ګوند یو مشر و، په دې باور دی چې د افغان جهاد پر مهال پاکستان له اسلام پالو څخه د پښتون او افغان ملت پالنې پر ضد ګټه واخیسته. حامد کرزي د ۲۰۰۳ کال د اپریل په میاشت کې د امریکا له استازي ډانا روهراباکر سره په یوه ناسته کې چې جزئیات یې وروسته د ویکيلیکس لخوا خپاره شول، وویل:”ّپښتون ملت پال عموماً سیکیولر وو. پاکستان طالبان رامنځ ته کړل ترڅو د پښتون ملت پالنې پر وړاندې مبارزه وکړي. کله چې ۵۰ کال وړاندې پاکستان جوړ شو، په پاکستان کې هغه سیمه چې پښتانه په کې وو د پولې ددې خوا له پښتنو څخه بېله شوه. د پښتنو تر واک لاندې سیمه د پښتونستان په نوم ونومول شوه. پاکستان د بېلتون یا تجزیې له وېرې د پاکستاني پښتنو د اسلام پاله کولو او افغان پښتون ملت پالو د وژلو له لارې د پښتون ملت پالنې په له منځه وړلو پیل وکړ. د پاکستان موخه دا وه چې افغانستان د سخت دریځي اسلام تر واک لاندې راولي.”
کرزی تر اوسه هم فکر کوي چې پاکستان د افغان ملت پالنې څخه ډارېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د ریزینا ډایالوګ ( چې په هند کې یو کلنی کنفرانس دی) په خپله یوه وروستۍ وینا کې وویل چې پاکستان د افغان جهاد پر مهال غوښتل چې له افغانانو څخه د هغوی افغانیت واخلي او په بدل کې یې هڅه وکړي چې هغوی ته یوه ډېره “ّپان اسلامیزه” بڼه ورکړي، یوازې او یوازې ددې لپاره چې د افغانستان لخوا د پاکستان تر واک لاندې د پښتني سیمو د ملکیت ادعاوو ته د پای ټکی کېږدي.
دا هم ډېره په زړه پورې ده چې باید یادونه یې وشي چې د سړې جګړې څخه وروسته، پاکستان تل په افغانستان کې د پښتنو څخه ملاتړ کړی دی او په افغانستان کې د یاغي توب او دومداره جګړې لامل د پښتنو څنډې ته کول او د تاجکو او پښتنو تر منځ د واک پر سر اختلافات بولي، ځکه نو پاکستان په افغان حکومت کې د پښتنو د لازیاتې ونډې غوښتنه کړې ده. که څه هم معمولاً په اصطلاح د “د پښتنو ونډې/ګډون” ته تل د پاکستان پلوه پښتون مجاهدینو یا پښتون واکه طالبانو، نه هغو نورو پښتنو ته د زیات واک ورکړې اشاره کېږي چې پاکستان ترې ډارېږي یعنې ملت پاله پښتانه.
د پاکستان دا کړنلاره د ناکامیدو په حال کې ده. هغه اسلام پالي چې پاکستان یو وخت تر ډېره پاکستان پلوه ګڼل، اوس له پاکستان څخه تر پنا اخیستو وروسته کابل د ستنیدو سره سم، زیات پاکستان ضد کسان کېږي. د طالبانو هغه پخواني غړي چې په افغانستان کې اوسېږي، اوس خورا زیات پاکستان ضد دي ( د مثال په ډول، د ملا عبدالسلام ضعیف د ګوانتانامو زندان پښتو کتاب او له طالبانو سره زما ژوند انګلیسي کتاب وګورئ). سربېره پردې، په طالبانو کې هم د پښتونولۍ اغیزې لیدل کېږي؛ د بېلګې په ډول، دوی د خپل حکومت پر مهال د ډیورنډ کرښه په رسمیت و نه پیژندله.
د اسلام پالو ډلو لکه د طالبانو ملاتړ په حقیقت کې د پاکستان وړې اندېښنې هم نه دي رفع کړې. په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر جنرال محمود علي دوراني یو وخت خپله وېره داسې خلاصه کړه: زه هیله لرم چې طالبان او پښتون ملت پالنه سره یوځای نشي. که چیرې داسې کېږي، موږ ددې کار شاهدان یو، او مونږ ددې کار په درشل کې یو.”
پای