تاند نیوزډیسک: ټاکل شوې چې پاکستان هم له روسیې سره په سیالۍ کې د افغان سولې د یوې غونډې کوربه توب وکړي.
دا غونډه ښايي پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر وروسته یا وړاندې جوړه شي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي غړی عطامحمد نور، د اجراییه رئیس دویم مرستیال محمد محقق، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هغه افغان سیاستوال دي چې پاکستان په خپل کوربه توب غونډې ته وربللي دي.
سرچینې وایي، رباني دې غونډې ته خپل استازی استوي، حکمتیار په خپله ورځي، حامد کرزی نه ورځي، حنیف اتمر د دې غونډې هرکلی کړی خو واضحه کړې یې نه ده چې پاکستان ته ځي که نه ځي.
محقق ته نږدې کس محمد ناطقي وایي، دا غونډه د مسکو په څیر ده نو دوی به هم ګډون په کې وکړي.
له بلې خوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی د اسلام اباد ناستې ته نه دي بلل شوي.