صفي الله بهار|

په دې وروستيو کي ګاونډي هيوادونه په خپل ټول توان هڅه کوي، چي په افغانستان کي د ثبات، پرمختګ او نشه يي موادو سره د مبارزې مخه ډب کړي. ايران، چين، روسيه او پاکستان هغه هيوادونه دي، چي په زغرده د وسله والو طالبانو سره تسليحاتي مرستي کوي. د منځنۍ اسيا دا هيوادونه د خپلو منافعو په خاطر، د افغان سولي د مخنيوي لپاره په خپل ټول توان کار کوي. سياسي شنونکي وايي، ايران هغه هيواد دى، چي د خپلو نيابتي موخو او منافعو د ساتني او اټومي بډايني په خاطر، د افغان جګړې د تداوم لپاره کار کوي. د طالبانو مخکنى مشر لومړنى کس و، چي د ايران د سپاه پاسداران ډلي له مهمو کړيو او سړيو سره يې په ايران کي وکتل.

ملا اخترمحمد منصور چي بيا وروسته د پاکستان د پښتونخوا ايالت په ډالبندين سيمه کي په نښه او ووژل شو. هغه لومړنى طالب مشر و، چي د وسله والو طالبانو په مشري يې د ايران د سپاه پاسداران ډلي له مغرضو کړيو سره د افغانستان د ورانولو تعهدنامه او تړون لاسليک کړ. دا هيوادونه د افغان جګړې د تداوم لپاره کار کوي. ملا اخترمحمد منصور په ايران کي د افغانستان په جګړه کي د منځنۍ اسيا د ښکېلو هيوادونو د نورو استخباراتي اجنټانو سره هم خبري کړي وې. د ملا اخترمحمد منصور تر مړيني وروسته چي کله د هغه ځاى ناستى او د طالبانو اوسنى مشر ملا هيبت الله وټاکل شو، نو هغه هم کټ مټ لوبه پيل کړه.

ملا هيبت الله د روسيې، چين، ايران او ځينو نورو افراطي ډلو-ټپلو سره اړيکي جوړي کړې. سياسي شنونکي وايي، چين، روسيه، ايران او پاکستان هغه هيوادونه دي، چي د وسله والو طالبانو سره د افغان جګړې د تداوم لپاره مرسته کوي. وسله وال طالبان غواړي پر پاکستان سربېره د منځنۍ اسيا هغه هيوادونه چي له افغان ولس او فرهنګ سره ژوره دښمني لري. روسانو بيا خپل پرون هېر کړى او غواړي نن يو ځلي بيا بې ګناه او غيرمحارب افغانان په شهادت ورسوي او له افغانانو سره خپله دايمي دښمني يو ځلي بيا تازه کړي. وسله وال طالبان د افغانانو او افغانستان پروا نه لري. روسان بيا غواړي له افغانانو څخه خپل پرونى غچ واخلي، خو پوښتنه دا ده، چي افغان ملت د وسله والو طالبانو دغه ډول حرکت او سياست ته په کومه سترګه ګوري؟

وسله وال طالبان پوهېږي چي روسان د افغانانو داسي آزلي او دايمي قسم خوړلي دښمنان دي، چي هيڅ وخت يې د بې ګناه افغانانو په وينه زړه او ماغزه نه سړېږي. نو طالبان بايد خپل دا سياسي حرکت يو ځلي د ملت له ليدلوري مشاهده او مطالعه کړي.

طالبان به په دې ډول په ولس کي کاملا محبوبيت له لاسه ورکړي، ځکه روسانو دلته پرون په ميليونونو افغانان په شهادت ورسول او په ميليونو نور يې مهاجر، معلول او معيوب کړل، نو نن هم د هغه مهاجر، معلول، معيوب او شهيد ورور او وارث ژوندي دي، د افغانانو احساسات نن هم د روسانو په څېر دښمن په وړاندي مقوي او تازه دي. افغانانو ته د روسانو داسي يو عمل نه بخښونکى جنايت برېښي او دوباره تکرار يې موږ ته خوشحالي او شهادت برېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *