تاند، جمعه،د میزان ۱۹مه: پاکستان، ایران، افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې ګډې تګلارې په جوړولو هوکړه کړې ده تر څو افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په داوطلبانه او هوسا ډول خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
په دې اړه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ۷۰مه نړیوالې ناستې په څنډه کې د کابل، اسلام اباد، تهران او یو این ایچ سي ار څلور اړخیزه ناسته کې په دې ټینګار شوی چې د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته به د هغوی په ادغام مجدد کېږي او څلور واړه لوري به یو له بل سره مرسته کوي.
دا مهال د افغان حکومت د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې د بېرته راستنولو په تړاو یې افغان حکومت کومه پالیسي او برنامه لا تر اوسه نه لري.
کابل له ټولو هېوادونو غوښتي چې په زور دې افغانستان ته د کډوالو له ستنولو لاس واخلي.