پراګ، چیک جمهوریت
د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري څانګه – یونیسکو – له ۲۰۰۰م کاله راهسې ۲۱مه فروري د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پرمختللو او ځواکمنو هیوادونو لکه امریکا ، روس ، چین ، فرانس او برتانیا له برکته نه لمانځل کېږي بلکې د دې ورځې لپاره د وروسته پاتې بنګله دېش شعور لرونکو ملتپالو بنګالیو ځوانانو قرباني ورکړې وه.
د ډهاکې پوهنتون ځوانانو د ۱۹۵۲م کال د فرورۍ پر ۲۱مه د یو شمېر نورو سیاسي فعالانو په ملتیا د دې پرضد پرامن احتجاج کړی وو چې پاکستان دې پردۍ اردو ژبه پر اکثریت لرونکو بنګالیانو د قومي ژبې په توګه نه ورتپي بلکې د هغوی خپلې مورنۍ ژبې بنګلا یا بنګالي ته دې د قامي ژبې حثیت ورکړي. خو پاکستانیو ځواکونو پر هغو مظاهره چیانو ډزې کړې وې او یو شمېر ځوانان یې وژلي وو.
ملتپالو بنګالیو د هغې پېښې پر ځای د – شهید مینار – په نامه یو یادګار جوړ کړ خو پاکستانیو پولیسو ونړاوی. هغوی بیرته جوړ کړ. پاکستانیو ځواکونو په ۱۹۷۱م کال کې د بنګله دېش د ازادۍ جګړې پر مهال یو ځل بیا شهید مینار له خاورو سره خاورې کړ خو پر خپله ژبه مینو بنګالیو بیرته جوړ کړ. اوس هر کال د فرورۍ پر ۲۱مه خلک ورځي او د هغه مینار په خوا کې د هغو ننګیالیو ځوانانو په یاد کې د عقیدت په توګه ګلونه ږدي چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره یې د سرونو قرباني ورکړې وه.
خپله ژبه او کلتور ژوندی او خوندي ساتل د هر قام بنیادي حق دی خو د هم دې حق غوښتل د دې سبب شو چې له پاکستان سره په هغه څه کم نهه میاشتنۍ جګړه کې شاوخوا څلور لکه بنګالیان وژل شوي او پر زرګونه بنګالۍ مېرمنو جنسي تېري شوي وو. د خپل حق غوښتونکو دې بنګالیو په ځپلو کې له پاکستاني پوځ سره جماعت اسلامي ګوند هم ملګری وو کوم چې د بنګله دېش د جوړېدو مخالف وو. بنګله دېش اوس د دې ګوند مشران یو په یوه د جنګي جرمونو په تور په دار ځړوي.
د جماعت اسلامي له خوا له ملتپالنې کرکه یوازې تر بنګله دېشه محدوده نده بلکې دوی هر ځای تر خپله وسه په زور د هغو خلکو د خاموشه کولو هڅه کوي څوک چې د خپل قامي شناخت خبره کوي او د خپلې ژبې او کلتور ژوندي او خوندي ساتلو لپاره هلي ځلې کوي.
تازه بېلګه یې دا ده چې د یاد ګوند د زده کوونکو تنظیم – اسلامی جمعیت طلباء – د روان ۲۰۱۷م کال د مارچ پر ۲۱مه د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو ځوانانو پر هغه کلتوري غونډه برید وکړ په کوم کې چې هغوی د نوروز لمانځنې لپاره د اتڼ بندوبست کړی وو. سخت دریځي پر دې ګوند تور نه دی بلکې حقیقت دی. د یاد ګوند مشهور مخکښ لیاقت بلوڅ د پنجاب پوهنتون تر پېښه وروسته پاکستانیو رسنیو ته وویل ، “چې په پوهنتون کې نڅاوې وي نو د تشدد پېښې به خامخا رامنځ ته کېږي”.
که څه هم پښتنو تر دې وړاندې د ډېرو خونړیو ترهګرو بریدونو په غبرګون کې هم څه منظم او په یوه خوله احتجاج نه دی کړی خو د پنجاب پوهنتون دې پېښې ته یې له نیکه مرغه په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاج په توګه اتڼ کولو سره ډېر پراخ ، پرامن او مهذب غبرګون وښود کوم چې د ستایلو وړ دی.
د پاکستان خبري رسنیو د پښتنو د احتجاج پر دې ځانګړي انداز هم داسې سترګې پټې کړې لکه د وزیرستان پر نړولو چې پټې کړې دي. خو کور دې د امریکايي مارک زوکربرګ او د هغه د ملګرو ودان وي چې فېسبوک یې جوړ کړ. اوس ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه فېسبوک پښتانه دومره سره رانژدې کړي دي لکه ټول چې په یوه هجره کې ناست وي. هره خبره په څو منټه وخت کې دننه تر زرګونه پښتنو رسېږي. اوس پښتانه دې ته نه دي اړ چې د پاکستان پر رسنیو تکیه وکړي بلکې د فېسبوک او ټویټر له لارې خپل ږغ د خپل ټول وطن تر څنګ د نړۍ هر ګوټ ته رسولای شي.
بنګالیانو بې فېسبوک او ټویټره په ملګرو ملتونو دا خبره منلې وه چې د بنګالي ژبې لپاره د وژل شوو بنګاليو ځوانانو په درناوي کې د هغوی د مرګ ورځ یانې ۲۱مه فروري د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځوي. پښتانه هم کولای شي چې په اوسني پرمختللي دور کې د خپل قام او نړیوالو پام دې ته واړوي چې پښتون کلتور او پښتو ژبه هم د نړۍ د نورو کلتورنو او ژبو غوندې د ژوندي او خوندي پاتې کېدو حق لري.
پښتانه سیاسي او ټولنیز فعالان باید په پنجاب پوهتون کې د مارچ پر ۲۱مه د جماعت اسلامي له خوا په نښه شوي پښتانه ځوانان په کره توګه مالوم کړي او د هغوی دې قربانۍ ته په درناوي کې هر کال د مارچ ۲۱مه نېټه په هر ښار کې په اتڼونو ولمانځي. که چېري په دې پېښه کې په نښه شوي ځوانان مالوم او په ډاګه کړل شو نو دا به نور ځوانان دې ته وهڅوي چې په خپل کلتور او ژبه وویاړي او د هغه د ودې لپاره کار وکړي.
اتڼ یو داسې فعالیت دی چې پښتانه پر سیاسي اختلاف سربېره پکې برخه اخلي او دا په دې اوسني احتجاجي اتڼونو کې هم ولیدل شو. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن او پښتونخوا سټوډنټس ارګنازېشن مخکښان کولای شي چې هر کال د دې ورځې په منظمه توګه د لمانځلو لپاره لږ تر لږه په ګډه د اتڼ مېلې جوړي کړي. دا به نه یوازې دوی او نور پښتانه سره رانژدي کړي بلکې سخت دریځو ته به هم په یوه خوله دا پېغام ورکړي چې سیاسي اختلاف پر خپل ځای خو کلتور او ژبه د ټولو شریک دي. چونګه په پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو برید د مارچ پر ۲۱مه د نوروز لمانځلو له کبله شوی وو نو که چېرې دا ورځ هر کال ولمانځل شي نو د پورتنیو ګټو تر څنګ به یې یوه ډېره اساسي او ملي ګټه دا وي چې د پښتانه قام یو تاریخي دود یانې نوروز به په پښتونخوا وطن کې هم بیرته را ژوندی کړي.
خوشال بابا ویلي وو چې:
په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه
پر”خوشال خټک” دې قدر دی نوروزه
ڈیر شائستہ قدرمن بوریوال صیب۔۔ اللہ پاک دا ستا دا قلم پہ سوکہ کی نور ہم روانی پیدا کی چی دا دغہ زپلی قام دا حق او پر مخ تگ لہ پارہ دغہ مبارزہ کوے۔
مننہ۔
پشتو فونٹ نہ لرم، دا غلطی بخشنہ کوا۔
manana boriwal kakar sahab za khpala da punjab university student yum aw da pishi pa wakht halata wum kho che kala sta ranga pashtano sahafyano wrono aw nouro aam pashtano zmoz himayat wako muz dair khushala swo che muz yawazi na u bal k har pashtoon zwan zmuz sara dai yaw jahan manana
بسم الله الرحمن الرحیم
محد آصف صافی یم له کنړه
زما دافغانستان پوخوانی ولسمشرنه داغوختنه ده چی ته په دی بم باندی خپه شوی یی چی امریکایانو دافغانستان دننګرهار ولایت داچین په ولسوالی باندی غورزولی دی ته چی ولسمش وی او ستا په باچاهی کی څومره خلک مړه شول (اول ترټولو داخبره ده چی تابه داخبره کوله چی امریکایان دی 2014کاله پوری دی پاتیشی هغه وخت دی ولی مخالفت نه کوه چی اوس یی کوی (دوهم داچی ستا په پاچایی کی کله چی دی پاچاهی په ختمی دو شوه ټول طالیبان دی له زندانو یله کړل دادی بله غلتی ګله چی ته دافغانستان دیفاغی پوهنتون ته راغلی وی تاموژته په تالارکی ووایل که تاسی غواړی او کنه امریکایان داتړون کوی نو زه راغلی یم چی مشوره واهلم له تاسی محصلینو نه او تاته یو محصلیل راجګ شو او درته یی ووایل چی داسی نه چی دامیر حبیب الله په شان درسره ټوکه ونه کړی او دافغانستان درنه تقسیم نه کړی تاوعده راکړه چی نه به کیړی بل داچی ستا په پاچاهی کی په ودونو بمباری شوی ده تا ویلی دی چی امریکایانو بخنه وغوښتله په جنازه یی بمباری کړی ده تاویلی دی چی امریکایانو بښنه غوښتی ده په ناموس یی تیری کړی دی تاویلی دی چی امریکایانو بښنه غوښتی ده هغه وخت دی ولی داسی خبری نه کولی چی اوس دادولت تحدیده یی می تحدیده وه افغانستان دی واخستلو دمافیاګروپونه دی پکی پیداکړه غلادی غام کړه رشوت چی ورنه کړی څوګ دی پیژنی هم نه ځمکی دی څه خپله غسب کړی او څه دی په خپلو دوستانو افغنستان نه چی وتلی پاچایی دی چی ختمه شوه ټول طالیبان دی له زندانونو نه ویستلل او افغانستان دی دبوخران په ترف تا بیاولی دی اوس دی ددی ایساب ورکړه داڅومره بچیان افغانان مری ددی ایساب به ته الله ته ورکوی خپل ځوی دی په سیکل باندی په باغ کی ګرزوی او دبل بچی دی مری څوک یی په قیصه کی نه دی تاسی ټول به الله ته څنګه ځواب به ورکوی تاسی به ترکومه ژوندی یی فهیم دی مړشو احمد شاه مسعود می مړ شو ربانی دی مړ شو هرورځ په سلګونو افغانان مری تاسی دیر ښه پوهیږی چی داجنګ چاروان کړی دی او لامیل یی څه دی ویلی تاسی ځآن نو رغواله وی الله دی تاسی ته سزا در کړی په ورځ دقیمت به ددی سربازانو میندی به وی او ستاسی ګریوانونه به وی چی هره ورځ په سلګونو سربازان مری ملکین مری بمونه چوی نور غلت کارونه کیږی الله دی تاسی ته نور ددی ګونه کولو تو فیق نه درکوی الله مو نور دغلم په مخ کی وشرمه وه چی دنیاته معلوم شی چی تاسی نه نور غلط خلک نشته دی نور تاسی ولی نه بسکوی همداسی ګونه همداسی ګونه او بیاهم ګونه