تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي احضار کړي او ورته یې په کابل کې د پاکستاني سفارت د کارمندانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو اړوند اندېښنه ښودلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په کابل کې یې یو شمېر دیپلوماټان ځورول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت تېره ورځ اعلامیه ورکړه چې د دوشنبې په ورځ به یې د امنیتي دلایلو له مخې سفارت او قونسلګرۍ تړلې وي.

د پاکستان سفارت نه ده واضحه کړې چې څه ډول امنیتي ګواښونه ورته متوجه دي؟ خو په افغانستان کې داسې تصور کېږي چې تر ټولو خوندي ځایونه د پاکستان سفارت او قونسلګرۍ دي چې ترهګرې ډلې هیڅ کار نه ورباندې لري.

له پاکستاني قونسلګریو او سفارت څخه شکایت دا دی چې افغانانو ته په اسانۍ ویزې نه وېشي او داسې خلک هم د پاکستان د سفارت مخې ته لیدل کېږي چې له میاشتو راهیسې  د ناروغۍ د ویزې په تمه وي.

کره راپورونه وايي چې پاکستان په افغانستان کې خپلو نږدې سیاسي مشرانو او کمېشنکارانو ته ویزې ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *