تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هیواد یې د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی دی او له همدې کبله پاکستان په سیمه کې د سولې قهرمان هیواد دی.

 شاه محمود قریشي ویلي، امریکا په ځلونو د پاکستان د رول ستاینه او تایید کړی دی او د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول به دوام وکړي.

نوموړي ویلي، له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه په افغانستان کې د سولې لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی: (( پاکستان په سیمه کې د سولې قهرماني ترلاسه کړې ده موږ په افغانستان کې له سیاسي لارې د بحران د حل شدید پلویان یوو.))

 دا په داسې حال کې ده چې شاه محمود قریشي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه له پاکستان پرته ناشونې وه.

 دغه هیواد په داسې حال کې د افغانستان په سوله کې د کریډیټ اخیستلو غوښتنه کوي چې لا هم افغان حکومت وايي، پاکستان له حقاني شبکې او د طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.

تازه افغان حکومت د داعش له نیول شویو مشرانو داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې ښيي پاکستان د نورو ترهګرو ډلو له لارې په افغانستان کې اوس خپل اهداف مخته وړي.

One thought on “پاکستان، د امریکا او طالبانو د هوکړې له امله د سیمې د سولې د قهرمانۍ دعوه وکړه”
  1. د پاکستان قهرمانی خو په دې کې ده چې هم یې ۲۵۰۰ امریکایی عسکر ووژل او هم یی د امریکا نه د تروریزم سره د مقابلی د پاره په کال کې ۵۰۰ ملیون ډالره ګرانټ واخیست. بله قهرمانی یې داده چی هم یی امریکایی او د ناټو عسکر ووژل او هم یی د دوی نه د ډیورند په لیکه د اغزن سیم د غځولو لګښت واخیست او دریمه دا چې هم یې په زرهاو افغانان/پښتانه ووژل او هم یی د ۱۹۲۲ کال د معاهدی خلاف قبایل د پنجاب سره ضم کړل. که دا فهرمانی نه ده نو څه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *