تاند، چهارشنبه، د دلوې ۹مه: پاکستان تر لس ساعته وروسته نن ماسپښین مهال د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دوازه د مسافرو او بار وړونکو موټرو پرمخ بیرته پرانیسته.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تاند ته وویل، دغه لار د ۱۰ ساعتونو لپاره د پاکستان لخوا تړل شوې وه خو اوس بېرته د ۲۴ ساعتونو لپاره د موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
خوږیاڼی زیاتوي، اوس په پاسپورټ خلک پاکستان ته اوښتلی شي، خو دا چې د مسافرو بیروبار ډېر دی، کله چې دا ګڼه ګوڼه کمه شي د باري موټرو لپاره به هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
خوږیاڼي زیاته کړه، له نن سهار راهیسې د دواړو لوریو د ځايي چارواکو ترمنځ د دروازې بېرته پرانیستلو او لاسهولت رامنځته کولو په تړاو پیل شوې خبرې لاهم خبرې روانې دي.
دوطنی مخصولاتو استعمالول کولای شی د پاکستان د تباهی سبب شی۰
که د وطن پیداوار لکه ماهیان د چرګ غوشی میوه جات او سبزیجا ت رانیسی۰
نو ملی ګتی مو زیا تیږی۰
دا هم بهتره ده چه د هند پيداوار را نیسی دا هم د پاکستان تاوان دی دشمن ته باید ضرر ورسوو۰
پدی صورت کسی د طورخم دروازه تړل بی تاثیره کیږی۰
مننه