poتاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: په کندهار کې د انارو د فصل له رارسېدو سره هم مهاله پاکستان پر افغاني تازه میوه خپله ګمرکي تعرفه درې چنده لوړه کړې ده.

په کندهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصر الله زهیر وايي، دا مهال پاکستان د افغانستان د انارو او انګورو له هر موټر څخه درې سوه زره کلدارې ګمرکي تعرفه اخلي.

نوموړی وايي، دا د تېرو کلونو په پرتله درې چنده لوړه ګمرکي تعرفه ده چې بڼوالو او سوداګرو ته یې ستونزه پېښه کړې ده خو په وینا یې چې افغان حکومت هم نه دی توانېدلی چې د دغې مسئلې حل راوباسي.

عبدالجلیل چې له ۲۲ کلونو راهیسې پاکستان ته د میوې صادرات کوي وايي، سږ کال د انارو سوداګر له سختو مالي تاوانونو سره لاس و ګرېوان دي: (( دلته په کندهار کې یو من انار په ۲۴۰۰ کلدارې دي، خو په پاکستان کې یې بیه نیمايي کمه ده، بلخوا مې په یو باغ کې ۷۰ کارګر ګمارلي دي، حال دا چې پاکستان هم درې چنده ګمرکي مالیه زیاته کړې ده، سږ کال موږ ډېر لوی تاوان سره مخ یوو.))

 بلخوا د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا بیا له تاند سره په خبرو کې وویل، پاکستان تل له کابل سره له سوداګریزو تړونونو څخه سرغړونه کوي او په هغه وخت کې چې د افغاني حاصلاتو د خرابېدو وېره وي پاکستان دا ډول کارونه کوي تر څو افغان سوداګر له تاوان سره مخ شي.

د سمیر رسا په خبره، افغان حکومت هند، چین او نورو هېوادونو ته د افغانستان د انارو او انګورو د صادراتو زیاتولو په هڅه کې دی چې له کبله به یې پر پاکستاني بازارونو اتکا کمه شي.

باید وویل شي چې د سړو خونو او د مناسب بازار نشتوالی هر کال افغانستان ته د تازه مېوې د حاصلاتو په فصل کې لوی تاوانونه اړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *