خبر دی چې پېښور کې چارواکو شریت ګله نېولې ده. شریت ګله د خپلو ځلېدونکیو شنو سترګو د یو انځور له وجې په ګرده نړۍ کې زیات شهرت ترلاسه کړی و، خو پاکستان هغه هم په ارامه پرېنښوده. له دې نه اندازه لګېدلی شي چې پاکستان د افغانانو او افغانستان سره څومره مینه لري؟

زه دلته په اروپا کې اوسېږم، یواځې شپږ کاله مې تېر شوي، زه د کډوال په حیث هم دلته نه یم راغلی، خو زما ماشومانو ته یې د اوږدې مودې وېزه ورکړې چې په ختمېدو به یې شهریت هم ورکړي. زه پخپله او مېرمن مې د دې باوجود چې په امریکا کې نه اوسو خو موږ ته یې د ګرین کارتونو په راکولو شنه څراغونه ښکاره کړي چې دلته هم راتلی شئ. دا یوازې زما کیسه نه ده، داسې په لکونو پښتانه او افغانان په ګرده نړۍ کې شته چې له څو کلونو تېرولو پس ورته ځايي حکومتونو شهریت ورکړی او دا خلک یې خپل کړي دي. خو په پاکستان کې شربت ګلې او نورو کډوالو له دېرشو زیات کلونه تېر کړل، خو لا هم پردي دي.

شربت ګله په پېښور کې ماشومه لویه شوه. په دې ښار کې یې غربت ولیده، تودې سړې یې وګاللې، همدلته یې پیغلتوب وکړ، ځوانه شوه، مشهوره شوه، واده یې وکړ او د بچو مور شوه خو د شنو سترګو دغه مېرمن بیا هم د پاکستان په سترګو کې ونه ځلېده او ونیول شوه. شربت ګله او نور افغان ګلونه د پاکستان د شهریت وږې نه دي، خو په پېښور مین دي.

ښکلی پېښور اوس د پاکستان په نقشه کې دی، خو له دې ښاره د پښتنو او افغانانو بیلول اوبه په ډانګ بیلول دي. که شربت ګلې یا کوم بل افغان شناختي کارت اخیستی هم وي نو یوازې ددې لپاره چې په خپلې خوارۍ مزدورۍ ګټلو پیسو یا د چا لخوا د مرسته شویو روپو ټکو په بدل کې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړي کوم چې بغیر له اسنادونو ممکن نه دی

زه دلته په پراګ کې هغه بله ورځ د کورونو د سامان یوې لویې مغازې ته لاړم، هلته مې قالینونه هم پکې ولیدل، تر ټولو قیمتي قالینونه پکې د پاکستان و. ما په پېښور کې وخت تېر کړی، د خراسان کیمپ، د اټک د کډوالو کورونه او پېښور کې قالینو مارکیټونه مې لیدلي چې افغان کاریګر پکې قالینونه جوړوي او بیا همدغه قالینونه نړیوال مارکیټ ته ځي او د پاکستان نوم پرې لیکل کېږي. یو وخت پاکستان ترکمنو قالین جوړونکیو ته ویلي وو چې تاسو ((  ښه کډوال )) یئ او موږ به درته شناختي کارتونه درکړو. کېدای شي ورکړي یې هم وي، خو : هم مې ووژني پخپله هم په ما پسې ژړا کړه، لرې نه ده چې بله ورځ یې هغوی هم د تورو تمبو شاته غورځولي وي

رښتیا په اسلام اباد کې د ښکلي چای والا کیسه هم بیرته سړه شوه. ارشدخان د ښایسته پاکستاني چای والا په توګه رسنیو کې وځلول شو، خو دا خبره هم باید هېره نه شي چې یو وخت شربت ګله هم په رسنیو کې ځلېدلې وه. د دواړو سترګې شنې دي او د شنو سترګو که مینه وال وي نو دښمنان هم ډېر وي، نو لرې نه ده چې بله ورځ په همدغو رسنیو کې خبر واورئ چې چای والا هم پاکستاني چارواکو په دې تور ونیولو چې جعلي شناختي کارت یې جوړ کړی و. خو هغه کسان او چارواکي به سرې سترګې ازاده ګرځي چې افغانانو ته د پیسو په بدل کې شناختي کارتونه جوړوي او خپل جیبونه ډکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *