epa02416396 Trucks carrying Afghan transit trade supply are waiting for custom clearance at Pak-Afghan border in Chaman, Pakistan, 28 October 2010. Pakistan and Afghanistan sign the Afghanistan Pakistan Transit Trade Agreement (APTTA) in Kabul on October 28. EPA/MATIULLAH ACHAKZAI

تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: خیبر پښتونخوا کې تازه سبزیو ته د اړتیا د زیاتوالي له کبله ځايي حکومت له افغانستان څخه  د سبزیو د موټرو واردات له ۱۲ لاریو څخه ۱۰۰ لاریو ته زیات کړي دي.

 په خیبر پښتونخوا کې د تازه سبزۍ د قحطۍ او اړتیا زیاتېدو له کبله د سبزیو بیې لوړې شوې دي چې ځايي حکومت یې د کنټرول لپاره له افغانستان څخه د سبزۍ واردات زیات کړي دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان وايي، دمګړۍ یې په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سبزیو ته لارې خلاصې کړې دي او هره ورځ د ۱۲ لارۍ موټرو پر ځای ۱۰۰ په سبزیجاتو بار لارۍ موټرې پاکستان ته ورپرېږدي: (( موږ فی الحال د کچالو، پالکو، رومیانو، ګلپیانو، پیازو، مټرو، مولۍ، انګورو، مڼې او انارو واردات د افغانستان له لارې زیات کړي دي تر څو په خپلو قیمتونو کنټرول ترلاسه کړو.))

 د خیبر پښتونخوا دا اقدام په داسې حال کې کړی دی چې هند پر پاکستان د رومیانو او سبزیجاتو صادرات بند کړي دي او دغه هېواد کې د سبزیجاتو بیې خورا لوړې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *