تاند- پاکستان نن /جمعه/ وویل چې دغه هیواد، روسیه او چین به راتلونکې (دسنبر) میاشت په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د لارو چارو په اړه مشورتي غونډه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا د جمعې په ورځ وویل «موږ هغو ټولو طرحو او نوښتونو ته خورا زیات اهمیت ورکوو چې هدف یې په افغانستان او په مجموع کې په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات راوستل وي.»
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له غوره کېدو وروسته د افغانستان د سولې په اړه پاکستان زیات بیانونه ورکوي. ټرمپ پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ویلي یې دی چې د تېرو حکومتونو په شان به پاکستان ته وړیا پیسې ورنه کړي.
له بلې خوا هوا سړه شوې او په افغانستان کې د جګړې زور ختلی دی. تېر کال هم د پاکستان له لوري په څلور اړخیز ګروپ کې د سولې خبرې تر هغو روانې وې چې هوا تودېده او جنګي فصل پیلېده.
اوس هم پاکستان په داسي وخت کې له روسیې او چین سره د افغانستان د سولې خبرې پیلوي چې ژمی په رارسېدو دی او جګړه هسي هم سړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل«د یادې درې اړخیزې غونډې پر اساس، د کاري ډلو په کچه یوه غونډه له وړاندې څخه جوړه شوې ده. د افغانستان خرابېدونکي امنیتي وضعیت نورو هیوادونو ته د هغه د منفي اغېزو د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.»
ده همداراز وویل چې پاکستان به د اسیا زړه په راتلونکې غونډه کې، چې په هند کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د اسیا زړه په غونډه کې به د پاکستان استازیتوب وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا د افغانستان د اجرايي ريیس د سفر په اړه وویل چې د نوموړي د سفر د نېټې په اړه کار روان دی.