دا د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د دې اوونۍ تحليل دی.
د ولسمشر اشرف غني له وروستیو دریو بهرنيو سفرونو جوتېږي، چې په خپل بهرني سياست کې ګاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ ته ارزښت ورکوي او له همدې لارې په افغانستان کې د سولې ټينګښت ته هم هيله من دی. که څه هم لاڅرګنده نه ده چې نوموړی به د افغان سولې په تړاو په خپلو هڅو کې څومره بريالی شي؛ خو لږترلږه په دې اړه يې وروستي ګامونه د ستاينې وړ دي.
ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال په الوتکه کې له خبريالانو سره په خبرو کې هيله مني ښودلې وه، چې د اسلام اباد-کابل دوه اړخيزې اړيکې به پياوړې شي. ښاغلی غني ځکه د دغو دوه اړخيزو اړيکو پر رغولو باوري دی، چې د ده په اند پخوانيو افغان چارواکو پاکستان ته ناڅاپي سفرونه درلودلي؛ خو ده بيا دغه سفر ته ډېر چمتووالی نيولی و او له يوې اغېزناکې اجنډا سره اسلام آباد ته روان و.
د افغانستان-پاکستان اړيکې په کوم لور؟
دا چې اشرف غني اسلام آباد ته له سفر مخکې دوه نور سفرونه (سعودي او چین ته) درلودل، نو دا سفر نه يوازې دا چې د همغو سفرونو یوه کړۍ بلل کېږي، بلکې د سولې لپاره د کابل د فعالې ديپلوماسۍ هنداره هم بلل کېږي. دغه دوه يادشوي هېوادونه ځکه مهم دي، چې د پاکستان ستراتېژيک ملګري دي او ډېری شنونکي په دې اند دي، چې اشرف غني له دغو دواړو هېوادوونو څخه پر پاکستان د فشار راوړلو هدف لري، ترڅو د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.
که د اشرف غني هیله همدا وي، نو ښايي تر څه حده په خپله موخه کې بریالی وي؛ ځکه د پاکستان جګپوړو چارواکو ډاډ ورکړی، چې دوی به خبرو اترو ته د طالبانو د چمتو کولو لپاره رښتينې هڅې کوي. مګر که موخه د طالبانو ټکول او پر ضد يې عملیات کول وي، بيا نو د دغه سفر له پای ته رسېدو سره داسې ښکاري، چې دا موخه به ترلاسه نه شي؛ ځکه نه یوازې دا چې د مولانا فضل الرحمان څرګندونو بلکې د سرتاج عزیز وروستيو څرګندونو هم له افغانانو سره شکونه زيږولي او دا تبصرې يې د پاکستان د دوه مخي سیاست یوه نوې بېلګه بللې ده.
د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د دواړو هېوادونو چارواکو ته د اړیکو رغولو یو چانس پر لاس ورغی. که څه هم د سرتاج عزيز وروستيو څرګندونو يو ځل بيا دا اړيکې زيانمنې کړې؛ خو بيا هم تراوسه دواړو لورو له دغه فرصت څخه تر يوه بريده ګټه پورته کړې ده.
ولسمشر غني له پاکستان سره ښو اړيکو او ملګرتیا ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځکه نو ده د خپلې لوړې مراسمو ته د پاکستان ولسمشر ممنون حسین رادعوت کړ او په دويم ګام کې يې په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ته وویل، چې باید پر یو بل له نیوکو کولو څخه ډډه وشي. ښاغلي غني په اسلام آباد کې هم د خپل سفر پر مهال څرګنده کړه، چې باید تېر هېر کړو او پرې نږدو چې پخوانۍ اړیکې مو راتلونکې اړيکې زيانمنې کړي.
ګډ فرصتونه:
افغانستان او پاکستان په څو برخو کې ګډ ګواښونه او فرصتونه لري، خو د نوي ترانزیټي تړون له مخې په ګډو فرصتونو کې د “ټاپي” او “کاسا ۱۰۰۰” پروژې، چې منځنۍ اسیا به له سوېلي اسیا سره نښلوي، د دواړو هېوادونو له مهمو ګډو فرصتونو څخه شمېرل کېږي. دا هغه پروژې دي دغو دواړو هېوادونو ته د ګټې رسېدو ترڅنګ به يې مثبتې اغېزې پر سیمه هم وښندل شي.
په همدې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر سر خبرو ته، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونې هیله منې دي، چې دواړه ګاونډیان به په اقتصادي ګاونډیتوب کې سره ونښلي. په بل اړخ کې اشرف غني هم د “آسیا زړه کنفرانس” د پروسې، د ورېښمو نوې لارې او د اقتصادي مرکزونو له لارې غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي.
د باور زياتولو لپاره د اشرف غني هڅې:
که څه هم په اسلام اباد کې د ولسمشر غني د مهمو پرېکړو جزيات تر ډېره په رسنيو کې منعکس نه شول؛ خو نوموړي په دغه سفر کې د “کاسا[1] ۱۰۰۰” پروژه کې د پاکستان لپاره د یو کیلو واټ نرخ، چې پاکستان به یې د ترانزیټي فیس په توګه افغانستان ته ورکوي، له ۲.۵ سنټو نه ۱.۲۵سنټو ته راکم کړ. همدا راز یې د پاکستاني ديپلوماتانو د ليکنو له مخې، له هند څخه د وسلو رانیولو هوډ، چې د افغان-هند ستراتېژيک تړون له مخې هوکړه پرې شوې وه، فسخ کړ.
له هند څخه د وسلو رانیولو قرارداد پاکستان سخت پارولی و او هند هم د پاکستان دا اندېښنه تر يوه بريده په پام کې نيولې وه، چې له همدې امله یې خپلې وسلې پر افغانستان ونه پلورلې بلکې په دې اړه په یوه قرارداد بوخت و، چې له مخې به یې هند له روسيې څخه د کابل لپاره وسلې واخلي. اشرف غني دا هر څه د پاکستان-افغانستان ترمنځ د بې باورۍ فضا د له منځه وړلو او د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره ترسره کړل.
ځینې شنونکي په دې اند دي، چې د پاکستان نظامي لویې قوماندانۍ ته د اشرف غني تګ له پروتوکول سره په ټکر کې و؛ خو که د اشرف غني همدې پرېکړې ته وکتل شي، نو جوته به شي چې ده هلته له تګ څخه وړاندې په دې فکر کړی و او پوهیده، چې د افغانستان په قضیه کې د پاکستان پوځ او استخبارات څومره رول او لاس لري؛ نو ځکه اشرف غني هم وغوښتل، چې نېغ په نېغه د افغانستان په تړاو له پاکستاني پالیسي جوړونکو سره خبرې وکړي.
پاکستان هم په همدې اړه لومړی سرتاج عزیز افغانستان ته راواستاوه او اشرف غني ته یې اسلام آباد ته د سفر وړاندیز وکړ. وروسته یې د پوځ لوی درستیز جنرال راحل شریف کابل ته راغی او د رسمي سرچینو له مخې افغان حکومت ته یې ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې به خپلې هڅې نه سپموي. له دې وروسته د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر هم د خپلې کاري تګلارې په دویمه ورځ کابل ته سفر درلود، که څه هم د ده د سفر جزیات نه دي په ډاګه شوي؛ خو ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ پر امنیت خبرې شوې دي.
د پاکستان له خوا د خپل نوم د رغولو هڅې:
د پاکستان له جوړېدو وروسته دغه هېواد په افغانستان کې ښه نوم نه درلود؛ خو پر افغانستان د شوروي اتحاد له يرغل سره دوی ته دا چانس په لاس ورغی، چې د افغانانو زړونه خپل کړي. له همدې ځایه وه، چې د دوی د هغه مهال له لوی درستیز جنرال ميرزا اسلم بېګ سره فکر پيدا شو، چې په افغانستان کې د هند پرخلاف ستراتېژيک عمق ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال د هرې شخړې ترشا د پاکستان لاس بلل کېده، چې د طالبانو له راتګ سره دې خبرې ډېر زور واخست. د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر مياشتې تر ۲۰۰۸ کال پورې هم په افغانستان کې د پاکستان نرم ځواک د هند په پرتله مخ پر ځوړ و، ځکه نو په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه د محمد صادق له ټاکلو سره پاکستان د خپل نرم ځواک د زیاتولو په هڅه کې شو. په دې تړاو دوی افغان محصلینو ته له ۲۰۰۹ کال راهیسې تحصيلي بورسونه ورکول پيل کړل او تر اوسه تقریباً ۲۰۰۰ افغان محصلین د پاکستان په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. ترڅنګ یې دوی په افغانستان کې لاندې پروژې هم پيل کړې، څو د دوی مسخه شوی نوم بيا ورغوي:
- په بلخ کې د لیاقت علي خان د انجینرۍ پوهنتون.
- په کابل کې د رحمان بابا لیسه.
- په کابل پوهنتون کې د علامه اقبال د کلاسیک ادب او ژبې د څېړنې فاکولته.
- په ننګرهار پوهنتون کې د سرسید د ساينس فاکولته.
- په جلال آباد کې د نشتر ګردې مرکز.
- په کابل کې د جناح ۴۰۰ بستريز روغتون.
- په لوګر کې د نایب امین الله خان ۲۰۰ بستريز روغتون.
- د جلال اباد-تورخم لاره[2].
له پاکستان سره امنیتي او دفاعي اړیکې:
له ۲۰۱۱ کال وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې. کله چې په دغه کال کې له يوې خوا استاد رباني ووژل شو او له بلې خوا افغانستان له هندوستان سره ستراتېژيک تړون هم لاسلیک کړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا لازياته شوه او د دې بې باورۍ څرک د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د افغان ولسمشر حامد کرزي په ویناو کې جوت و.
حامد کرزي پاکستان ته له طالبانو څخه د ملاتړ له امله د ملامتۍ ګوته نيوله او پاکستان بيا نه یوازې دا چې په افغانستان کې د هند له زیاتېدونکي رول څخه په وېره کې و، بلکې د هند له خوا د افغاني سرتېرو روزنې هم اندېښمن کړی و. پاکستان هم، هغه مهال د افغاني سرتېرو د روزلو وړاندیزونه وکړل، خو هغه مهال د کابل-اسلام آباد ترمنځ د سړو اړیکو له کبله دا ډول وړاندیزونه نه منل کېدل. پاکستان ته دا حالت ګواښونکی شو؛ ځکه دوی داسې انګېرله که کابل له پاکستان سره هم ورته معامله ونه کړي، نو په افغانستان کې به راتلونکی ځواک د پاکستان بنسټيز ضد وي او تر ډېره به افغان پالیسي جوړوونکي اغېزمن کړي.
اشرف غني هم، د پاکستان د دغې ویرې د راکمولو لپاره، چې یوازې هند به افغان اردو نه روزي، دوی ته هم د افغاني سرتېرو د روزنې وړاندیز وکړ. که څه هم لا تراوسه دا جزيات نه دي روښانه شوي، چې دوی به د افغان سرتېرو لنډمهاله روزنه کوي که اوږدمهاله.
بل پلو اشرف غني د پاکستان په اعلی قوماندانۍ کې د پاکستان له لوی درستیز سره په کتنه روښانه کړه، چې د دفاع او امنیت په برخه کې هم له پاکستان سره ملګرتيا زیاتول غواړي. په ټوليز ډول ډېری پاکستاني او افغان شنونکي په دې اند دي، چې د ملي حاکميت له ساتلو سره د پاکستان د اندېښنو لرې کول به، د اشرف غني د بهرني سیاست بریالیتوب وي، کوم څه چې افغان ولسمشر يې په اړه تراوسه مثبته پاليسي مخته وړي.
سوداګریزې اړیکې:
دا چې افغانستان بحر ته لاره نه لري، نو د نړیوال قانون[3] له مخې هر دا ډول هېواد پر نورو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډيانو دا حق لري، چې ترانزیټي لاره ورکړي. افغانستان د پاکستان له جوړېدو څخه پخوا هم له بريتانوي هند سره تجارتي اړیکې درلودې او له نورو هېوادونو سره به یې د تجارت لپاره د کراچۍ له بندر څخه ګټه اخېسته.
د یوې څېړنې له مخې له ۱۹۷۱ کال راهیسې تر ۱۹۹۰ کاله پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر کال د ۴۹۳ ميليونه کلدارو توکي تبادله شوي، چې دا بیا د پاکستان د مجموعي تجارت ۱.۶سلنه برخه جوړوي او د افغانستان د ټول تجارت ۵ سلنه[4] جوړوي.
په ۲۰۰۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ۱۷۰ مېلیون ډالره و، چې په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کال کې ۲.۵ مېلیارده ډالرو ته ورسېد او ترڅنګ یې افغان ترانزیټ تجارت هم د ۲۰۰۰ کال له ۱۶۱مېلیون ډالرو څخه په لوړېدو، په ۲۰۰۹ کال کې ۱.۰۷ مېلیارده ډالرو ته ورسېد[5].
په دغه وروستي سفر کې د دواړو لورو د مالیې وزیرانو توافق کړی، چې له مخې به یې دوه اړخیزه سوداګري تر دریو کلونو پورې (۲۰۱۷ پورې) ۵ مېلیارده ډالرو ته ورسوي. په دې اړه دوی يو تړون هم لاسیلک کړی، چې له مخې به يې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لاره کې شته خنډونه لرې شي:
- د دواړو هېوادونو ترمنځ به ګمرکي معلومات تبادله کېږي.
- دواړه هېوادونه به په تورخم کې یو ګډ ګمرک جوړوي.
- د پولې د ګمرکونو کاري ورځې به په اوونۍ کې ۷ ورځو ته زیاتوي.
- افغان توکي به له کراچۍ څخه پېښور ته په رېل کې راوړل کېږي.
- د افغاني او پاکستاني توکو بارکښ (cargo) مصارف به یو ډول وي.
- که په وزیرستان کې امنیت ښه شي، نو افغان ترانزيټ به د غلام خان بندر له لارې هم ترسره شي.
- دواړو پاکستاني او افغاني تجارانو ته باید د یو کال لپاره د “ډېر ځله دخولۍ” وېزې ورکړل شي.
- د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ به په راروانو وختونو کې نېژدې اړیکې ټینګې شي[6].
پای
[1] د دې پروژې له مخې به له تاجکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا ولېږدل شي.
[2] Muhammad Asif AhmadZai, Pakistan Promises Scholarships for Afghans, Pajhwok afghan news, see online: <http://www.pajhwok.com/en/2013/11/09/pakistan-promises-scholarships-afghans>
[3] Convention on Transit Trade of Land-Locked States.
[4] Rahim, Tariq (1990). Pakistan-Afghanistan Trade (1971-1990), Area Study Centre (Central Asia), University of Peshawar.
[5] Chaudhry, sajid( July 17, 2010). Pak-Afghan Transit Trade Agreement: Afghanistan says high import duties causing smuggling. Daily Times.
[6]President’s Trip to Pakistan and Significant Outcomes in Improving Trade Transit of Two Countries. See online:<http://www.acci.org.af/component/content/article/38-news/531-presidents-trip-to-pakistan-and-significant-outcomes-in-improving-trade-transit-of-two-countries.html>
ستاسو له وړاندیزونو سره یوځای که زمونږ دولت خپلو کورنیو چارو ته ډیره پاملرنه وکړی او هغه عوامل پیداکړی چی زمونږ افغانان ولی جنګ او یا د طالبانو لوری ته تشویق شوی دی او ولی دوی د پاکستان امرونه د خپل سر په قیمت عملی کوی ، پیدا کړی او په مقابل کی کوشش وشی چی نور دا د سون مواد په پاکستان ودروی. نو مونږ به دوه ګټی کړی وی له یوی خوا به مونږ پر پاکستان د جګړی د ارزانه او مجانی د سون مواد درولی وی او له بلی خوا به زمونږدافغانانو ژوند چی د پنځه زره پاکستانی کلدارو په مقابل کی په ځانمرګو پلوری ، د هغوی ژوند ته به مو نجات ورکړی وی. داچی جګړه به له خپله زوره راوغورځی نو نظامی او اقتصادی لوری ته به یی هم فایده زمونږ هیواد ته ورسیږی. نور به پاکستان ته د مداخلی بانه هم نه وی پاته. راځی چی حد اقل یو کال دا تجربه هم عملی کړو چی څومره به مفیده تمامه شی.
حضرت سهاک