بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳
د یوه ملت چې د جهالت له لاسه بخت چپه او رڼا ورځ یې پر عقل توره شپه شي نو د خپل دوست و دښمن توپیر ځنې ورک شي.
استعماري او یرغلګر دولتونه همېشه هڅه کوي چې تر خپلو پښو لاندې ولسونه اول د ناپوهۍ د بلا په خوله ورکړي، تاسو وګورئ!
پاکستان تل او مسلسلې هڅې کړي چې د خپلو ګوډاګیانو په لاس په افغانستان کې ښوونځي وسوځوي؛ د معلمانو سرونه، غوږونه او نور اندامونه ور پرې کړي، د شاګردانو په زړو او ذهنو د جنګ، چاودنې او بل وحشت بېره ورننباسي، د پوهنتونو او تعلیمي مؤسساتو د بدنامولو لپاره شیطاني تبلیغات وکړي، چې افغان انسان د علم له نعمت څخه محروم شي او دا
خونو هر چا ته تر لمر روښانه ده، چې بېعلمه انسان نه ځان پېژندلای شي، نه ټولنه، نه وطن او نه خدای
تعالی پېژندلای شي، نو له دغسې یوه جهالتځپلي انسان او ولس څخه به د هیواد او ملت د خیر لپاره څه تمه وشي؟
که څه هم د افغان او افغانستان غلیمانو همېشه پر افغانستان د جهالت د پېڅول غوړولو دوامدارې هڅې کړي خو افغان پرګنو په ډېرو سختو شرایطو کې له ناپوهۍ سره مقابله کړې او د اورو وینو په سمنىر کې یې ځانونه د علم تر دروازو رسولي، په وږي نس او هر ډول لومړنیو امکاناتو په نه شتون کې یې له زده کړو مخ نه دی اړولی او د افغانستان او سیمې موجود وضعیت موږ ته لا دا پیاوړي پیام راکوي چې نور هم روښان شو، ویښ شو او د افغانستان کور- کور او فرد- فرد ته، نر و ښځې ته د علم رڼا ورسوو.
راځئ چې تازه په تازه د دښمن د یوې خطرناکې دسیسې یوې رسوایۍ ته ژوره پاملرنه وکړو او په دغه ټکي ښه سم سر خلاص کړو چې پاکستان څنګه پر یوه سر د اسلام له سپېڅلي دین څخه د ناوړې وسیلې په توګه کار اخلي او پر بل سر یې سیاسي نتایج تر لاسه کوي.
له بلې خوا د سیاست په ډګر کې د پاکستان دیپلوماتیکه سپین سترګې په هغه برید کې ده، چې آن یوه ذره تشویش هم نلري چې نړیوال پرستیژ ته به یې زیان ورسېږي او ښایي دا هم له دې کبله وي چې دوی اصلاً د حیثیت په نوم له کوم ارزښت سره سروکار نلري.
د لړم پر ۲۳- ۲۴ مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته دوه ورځنې سفر درلود، هلته یې له مذهبي، ملکي او پوځي چارواکو سره لیده کاته وشول، په دې هدف چې د دغو دوو هېوادو تر منځ اړیکي روغ شي او پاکستان د افراطیت پالنې له روزګاره لاس واخلي. ولسمشر غني د پاکستان د صداقت او نه صداقت مالومولو لپاره درې میاشتنی زمانې ضرب الاجل وټاکه خو د پاکستان بې پروا جواب په سپین سترګۍ ورکول شو او د دغه هیواد د لومړي وزیر میا نواز شریف د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د لړم پر ۲۷- مه له بي بي سې راډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی ځکه افغان طالبان نه په نښه کوي چې هغوی د پاکستان پر ضد نه دي. ده زیاته کړه:
« کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ نو ټول هغه وسلوال چې زموږ له خوا مجهز او روزل شوي ول زموږ هیواد ته را واړول شول؛ له دوی څخه ځینې یې موږ ته خطر دي او ځینې یې نه دي، موږ ولې د ټولو دښمنې واخلو؟
ضرور نه ده هغه کسان چې د امریکا دښمنان دي، موږ دي هم دښمنې ورسره وکړو، موږ به د خپلو دښمنانو پر ضد ګام اوچتوو.
موږ له خپل اړخه هڅه کوو، چې افغان طالبان د خبرو میز ته تیار کړو خو اوس ورسره پخواني اړیکي نه لرو؛ موږ په نویموکلو کې د هغوی ملاتړ کاوه خو اوس ترې ملاتړ نه کوو؛ موږ د هغو طالبانو پر ضد جنګېږو چې زموږ خلاف دي.»
همدارنګه د لړم پر ۲۶- مه له فرانس پریس خبرې آژانس سره د پاکستان مخکنې دیکتاتور او پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف ویلي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکو له وتلو سره سم به په افغانستان کې د هند او پاکستان تر منځ نیابتي جګړه پیل شي، ده وویل:
« هند په افغانستان کې له یو شمېر قومو سره نژدې اړیکي لري او پاکستان هم هڅه کوي، چې د افغانستان له پښتنو سره ارتباطات ټینګ وساتې او هغوی د خپل ځان په ګټه استعمال کاندي.
موږ دواړو په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړې، خو باید له دغه کار څخه دواړه هیوادونه مخ وګرځوي.»
مشرف پر پخواني ولسمشر حامد کرزی نیوکه کړې، چې خپل پوځي او ملکي مامورین د دې پر ځای چې د روزنې لپاره یې پاکستان ته واستوي، هندوستان ته یې استول.
وګورئ! په افغانستان کې د مولانا فضل الرحمن د جنګ فتوا د پاکستانۍ شیطاني پالیسۍ د سیکې یو مخ وو او د سرتاج عزیز او مشرف دا څرګندونې یې بل مخ دی؛ یانې هاغه د پاکستان اسلام دی او دا یې سیاست! دوی په ډېر مهارت سره اسلام و سیاست داسې سره اخښلي دي چې د دواړو له امتزاج څخه د پاکستانیو ګټو د مزاج لپاره ناوړه استفاده کوي.
تر دې نو بله لویه بې شرمي څه کېدای شي چې مشرف پر کرزی نیوکه کوي چې ولې یې د روزنې لپاره خپل خلک پاکستان ته ونه سپارل؟ آیا ډېره څرګنده مانا یې دا نه ده، چې ولې یې افغانان د پاکستان په ګټه او د هند په تاوان د جاسوسۍ د روزنې لپاره د پاکستان غېږې ته ونه غورځول؟
د نظر څښتنان باور لري چې دغه ټول مسایل د افغانانو د ژور غور کولو لپاره خورا له پند او عبرته ډک درسونه دي.
خدای دي وکړي چې موږ دغه درس واخلو او د خپل سیاسي شعور د روزنې او ودي لپاره شپه و ورځ پر ځانو یوه کړو ځکه پرته له اوچت سیاسي شعور څخه دوست ودښمن نه شو پېژندلای.