تاند – د پاکستان استخباراتي ادارو د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د قبایلي سیمو یو فعال ځوان نقیب الله مسید وژلی دی.
د لروبر پښتنو فعالانو په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه فیسبوک باندې د مسید وژنه غندلې او دا یې په پاکستان او قبایلي سیمو کې د آی اېس آی او د پاکستاني پوځ له خوا د پښتنو د نسل وژنې د لړۍ یوه کړۍ بللې ده.
د نقیب مسید په فیسبوک خپرې شوې لیکنې ښیي چې نوموړي د لروبر پښتون د یووالي لپاره فعالیت کاوه.
پاکستاني رسنیو د خپل پوځ له خولې ویلی چې نقیب الله یو ترهګر وو، په داسې حال کې چې د ازاد پختون قبایل په نامه د قبایلي ځوانانو یوې فیسبوک پاڼې چې ویل کیږي د قبایلو د غږ پورته کولو لپاره کار کوي د پاکستاني رسنیو دا کار غندلی او لعنت یې پرې ویلی دی.
ازاد پختون قبایل پاڼې لیکلي، چې ترهګر په پنجاب کې له پوځ سره په پوځي چاوڼی کې ناست دي.
د رسنیو د راپورونو په اساس، تر دې مخکې پاکستاني ادارو په بلوچستان کې په مکرر ډول ځوان فعالان تښتولي چې وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي.
ویل کیږي چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی اېس آی) په افغانستان کې د خواوشا څلوېښتو کالونو راهیسې د اسلام په نامه یو پر بل د افغان وژنې د لوبې تر څنګ په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم مخور قومي مشران او ځوان فعالان له مخې لیرې کوي.
محسود په معنی د کینه کښ دی لطفا دا تور یی د پنجاب د سامراجیانو د شیطانت څخه د غه دروند قوم ته استعمالوی نو لطفآ په دی ډول یی مه استعمالوی یا مسید ولیکی ، یا معسود ولیکی او ماسود .
افغان پلوه پښتانه لروبر دواړه په افغانستان کې هم خوندي نه دي، پنجاب کې خوپریږده. دلته پنجاب ته اړتیا نه شته. طالبیون او ایخوانیون شیطاني فروقو دا کار کړی او اوس یې کوي. هلته یې د «دیشتګرد» په نوم دلته یې د «کافر» «سیکولر» «جاسوس» او… په نومونو
Ka mong lar pakhton sa leeko pa taand ke no taand jawab ke wAye”you are Awaiting moderation” taand ham punjabe de