خالد سمیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر (علي وزیر) او د غورځنګ نورو درېیو غړو ته ویل شوي چې تاسې ته له افغانستانه د مرګ ګواښونه دي.
پاکستانی نه، بلکې پنجابی ریاست په شیطاني مهارت سره د غورځنګ د غړو او د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا افغان ولس تر منځ دغه ذهنیت عاموي چې ګواکې تاسې له افغانستانه وژل کېږئ.
پنجابک او استخباراتي شبکې یې یوه لوبه کوي. هغوی غواړي د غورځنګ هغه پښتانه مشران ټارګېټ کړي چې د فاشیسټ پنجابي پوځ خلاف یې سپېڅلی بغاوت پیل کړی دی.
پنجابی ریاست په دغه کار سره دوو موخو ته ځان رسول غواړي. له یوې خوا غواړي چې د غورځنګ پښتانه مشران په اسانۍ سره له منځه یوسي او پړه یې پر افغانستان ور واچوي، له بلې خوا غواړي د کرښې هاخوا ته پښتنو کې د افغانانو پر وړاندې کرکه راوپاروي او د “لروبر یو افغان” داعیې په جسد کې پو شوی روح یو ځل بیا قبض کړي.
موږ ډاډ ورکوو چې هاخوا پښتانه زموږ ورونه او د دغې لرغونې خاورې بچیان دي. هېڅ څوک به له دغه ځایه د چا د وژلو نیت و نه کړي؛ باید د پاکستانیو خبیثو استخباراتي ادارو په مکارو لوبو پوه اوسو.
یو کال او څو میاشتو وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ولس له منځه راوټوکېده او د عدم تشدد تر چتر لاندې یې د پاکستاني ریاست د ظلمونو خلاف هغه غږ پورته کړ چې حتا د پاکستان د پوځ په نمرودي مغز کې هم نه ګرځېده. اوس دغه غورځنګ کې هر مظلوم خپل تصویر ویني، هر کړېدلی او دردېدلی یې عیسای مسیح بولي او ډلې ډلې ورسره یوځای کېږي.
د پاکستان پوځ لومړی دا تورونه ولګول چې ګواکي د افغانستان او هند استخبارات له غورځنګ څخه ملاتړ کوي، خو د غورځنګ مبارزینو ته د پاکستاني ریاست دجالي دسیسې لکه د لمر څرګندې وې او د هغوی هر څه یې دروغ ثابت کړل؛ ځکه چې د پاکستان ریاست حتا یو ضعیف سند هم وړاندې نه کړای شو.
دا چې د غورځنګ باشعوره ځوانانو او پېغلو د پاکستاني ریاست دغه پوچ پروپاګند ناسم ثابت کړ؛ پاکستانی پوځ اوس د اوبو وړي انسان په څېر ځګ ته لاس اچوي او فکر کوي چې دا ځل به وژغورل شي، خو باوري یم چې دغه دسیسه به یې هم شنډه شي او د اوبو په ژورو کې به یې دغه فرعوني غږ یو وخت د تل لپاره خاموش شي او د موسی مظلوم لښکر به ترې د تل لپاره نجات پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *