پاکستاني پوځیان روسي پوځیانو ته هرکلی وایي

تاند – د روسي پوځيانو يوه ډله له پاکستاني پوځيانو سره د ګډو پوځي مشقونو او تمرينونو لپاره د لومړي ځل لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

مشال راډېو چې مرکز یې په پراګ کې دی په خپل وېب سایټ لیکي، د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشر جنرال عاصم سليم باجوه د جمعې په ورځ پر خپل ټويټر پاکستان ته د روسي پوځيانو د رسېدلو پخلى کړى او ليکلي يې دي، «د روسیې ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاته شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډو پوځي مشقونو کې برخه واخلي.»

وېب سایټ لیکي چې دا په ١٩٤٧م کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهیسې لومړى ځل دى چې روسي پوځيان دغه هېواد ته ځي او په ګډو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي.

عکس پاکستاني پوځیان ښيي چې د بنګله دېش په ډاکه کې یې وسلې په مځکې کېښودې او تسلیم شول
عکس پاکستاني پوځیان ښيي چې د بنګله دېش په ډاکه کې یې وسلې په مځکه کېښودې او تسلیم شول

په پاکستان کې په داسې وخت کې د روسيو او پاکستانيو پوځيانو ګډ پوځي مشقونه کېږي چې په دا وروستيو کې د اسلام اباد او کابل او اسلام اباد او ډیلي اړيکي د پخوا په پرتله ترينګلي شوي او له بلې خوا امريکا هم پر پاکستان فشار زيات کړى، چې پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پرضد جدي اقدامات وکړي.

تاریخي اسنادو ته په کتلو سره، په افغانستان کې په ۱۹۹۲ کال د پاکستان او ایران جوړ تنظیمونو له بریالیتوب څخه مخکې پخواني شوروي اتحاد چې روسیې یې د ملا تیر جوړاوه د افغانستان د اردو په حمایه کولو کې وخت په وخت مرستې کړې وې چې د تنظیمونو په واک ته رسېدلو سره هر څه تالا ترغې شول.

ویل کیږی چې د پاکستان استخباراتي ادارو او د هغوی په استازیتوب د دغه هېواد مذهبي ګوندونو له ۱۹۷۸ کال راهیسې د افغانستان د حکومتونو وسله وال مخالفان د دې لپاره په مالي، تسلیحاتی او تبلیغاتي لحاظ سمبالول چې د افغانستان حکومتونه له روسانو سره اړیکې لري او ګواکې روسان کفار دي نو په کار دی چې پر ضد یې جنګ یا د هغوی په اصطلاح جهاد وشي، خو اوس رسنۍ وایي چې پاکستان له روسانو سره د نورو تر څنګ د الوتکو د ترلاسه کولو تړون هم لاسلیک کړی دی.

6 thoughts on “پاکستاني او روسي پوځیان په پاکستان کې ګډ تمرینونه کوي”
  1. ځه یو به هم ژوندی پرینږدی چه لاړ شی جهاد به پری وکړی. افغانستان ته چه ورپسی تلل دا خو ورته تیار کور ته راغلی.

  2. چیرته دي د پاکستان کافر ملایان چې مونږ یې جهاد ته تشویقولو؟ د روسانو سره په جنګ کې زمونږ یو نیم میلون افغانان شهیدان شو او د همدې پاکستان کافرو، منافقو او خاینو ملاینو زمونږ په هیواد کې د جهاد نارې وهلې اوس به زه دا دال خواره ملایان وګورم چې د روس په مقابل کې کومه ناره پورته کوي او که نه. او که نه بیا به وایي پټان جانې اور رمضان جانې.

  3. موږ افغانان به یي هڅولو هلی له شوروی سره جګړه وکړئ
    دا کافران دی
    وسلی یی ټولي وسوځوئ

    نن خپله ورسره تمرینونه کوي

    شرم دی والله شرم دی
    طالبانو هوښیار شی

  4. خانان همهغه خانان دی خو رامبیل او چامبیل پکی خاوری شول خو دا لړی الله به کله دا رامبیل او چامبیل پوه کوی ????
    ???????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????????? خدای ته خو ددی خاوری بچو ته نور هدایت وکړه امین

  5. که افغانستان د روسانو له یارانې ښه ورځ لیدلی وی نو پنجابیان به یی هم ووینې.
    روسان د خپل هغه شعار ترسیوری لاندی حرکت کوی چې وایی: « شګ فه پیریود ، دوه شګه نزد » یعنی یو قدم واخله که بریالی نه شو نو دوه قدمه بیرته راوګرځه. په افغانستان کې یی ماته وخوړه دوه قدمه بیرته لاړ خو دادی خپل هدف ته مفت بی له تلفاتو نژدی شویدی چې هغه د هند بحر ته نژدی کیدل دی،

  6. مونږ ټول ړانده او کاڼه یو زمونږ جاهلان یی د جهاد په نامه پرون او نن استعمال کړل پاکستانیانو هروخت خپلی ګټی زمونږ په جاهل قوم او ملت باندی ساتلی دی، دا ګناه زمونږ ده هغه اجیر مولویان چی په اصل کی انګریزان وو نن هم زمونږ لپاره فتوا ګانی صادروی ، هغه چی د روسانو سره جنګیدل نن تری مرستی تر لاسه کوی ، په دین کی جهاد جاهلانو تعریف کړی دی . او هغه یوازی د دوی د استعمالولو لپاره تری ګټه اخیستل کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *