کلونه کلونه کیږي چې د پاکستان د تور پنجابي پوځ له خوا زموږ د کونړ او نورستان د مظلومو اوسیدونکو پر سرونو باندې د راکټونو باران جوړ دی. دا خلک اوږده موده کیږي چې جګړو ځپلي دي کله پردیو وژلي او کله هم خپلو بچو توره او توپک پسې راخیستی او په ارامه يې نه پریږدي .

له یوې خوا د دولت د وسلوالو مخالفینو په ځانمرګو بریدونو او چاوندونو کې وژل کیږي، له بلې خوا يې د امریکایانو په ړندو بمباریو کې د مالي زیانونو ترڅنګ ګڼ شمېرځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومانو ټپیان او د مرګ کومي ته ورسېدل. او له بلې خوا دا دی هغه هېواد، چې ددوې په مخکې زېږېدلې دی او تر ډېرو سپین ږیرو يې عمر کم دی په ډېرې سپین سترګۍ د توغندیو بریدونه پرې کوي.

د کونړاو نورستان مظلومو ولسونو ته د پاکستان دې بې رحمه او ړندو هوانونو او توغندیو زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي. ځوانان ، سپین ږیري، ښځې او ماشومان يې شیهدان او ټپیان کړي، کورونه ، جوماتونه او ښوونځۍ يې ور وران کړي او له خپل کور کلي څخه نورو سیمو ته بې ځایه شوي، چې اوس په ډېر ستونزمن حالت کې تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي .

دې خوار او بېچاره ولس پخواني حکومت پر مهال هم د پاکستاني بریدونو د مخنیوي لپاره چارواکو ته په چیغو چیغو نارې وهلې، چې اې زموږ ولسمشره، اې زموږ وزیرانو، اې زموږ والیانو او قوماندانانو د دې تور بې رحمه پنجابې له راکټي بریدونو څخه مو وژغورئ،خو د وخت مشرانو د دوی چیغې او نارې نه اورېدې او که يې کله نا کله هم اورېدلې، نو ویل به يې، چې موږ دا بریدونه په سختو ټکو غندو. په داسې حال کې چې دا بریدونه به د چارواکو له غندلو سره نور هم زیاتېدل، ولې د مخنیوي لپاره يې هغه کار او هغه عکس العمل،چې باید شوی وی ونه شو. دا چې ولې ونه شو پخپله به يې د وخت چارواکي ځواب ووايي .

خو په افغانستان کې د ملي یووالي  د حکومت په راتلو سره د خلکو هيله دا وه، چې له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته به نور پاکستان دا جرات ونه کړي،چې پر افغانستان راکټي بریدونه وکړي او که راکټي بریدونه وکړې نو د افغانستان نوې حکومت او امریکا به یو ځای د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه ساتنه وکړي او د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د پاکستان د راکټي بریدونو مخه به ونیسي او يا به هم ورته بریدونه پرې وکړي، خو له بده مرغه داسې ونه شول د نوي حکومت له جوړېدو او له امریکا سره د امنیتي تړون پر لاسلیک سربېره دا دی یو ځل بيا پاکستاني ځواکونو زموږ د کونړ پر مظلوم ولس د راکټونو او توغندیو باران جوړ کړی. چې بیا هم نوې حکومت ، امریکا او ناټو تر اوسه د پاکستان د دې بې شرمانه تېري په وړاندې چوپه خوله پاته شوي .

د پاکستان د دې تازه بریدونو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د امریکا چوپتیا دملي شورا غړي او عام ولس په غوسه کړی او له دوی څخه غواړي،چې ژر تر ژره د پاکستاني فوځیانو د دې ظالمانه تېریو او بریدونو مخه ونیسي .

د ۱۳۹۳ کال د تلې د میاشتې پر شلمه نېټه د افغانستان د مشرانو جرګې خبرداری ورکړ،چې که د افغانستان پر ختیځ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه دوام وکړي دوی به له امریکا سره امنیتي موافقه په یو اړخیز ډول لغوه کړي.

 دوی وايې، چې افغان حکومت باید د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ملي نوامیسو او د ټولو هېواد والو له عامو ګټو څخه دفاع وکړي، د افغانستان پر خاوره او خلکو باندې د ګاونډي هېواد پاکستان د راکټي بریدونو په وړاندې د غندلو تر څنګ ورته ځواب ورکړي.افغان سناتورانو وايي دا ډول لمسوونکی بریدونه د ټولو نړیوالو منل شوو حقوقي نورمونو، ګاونډی توب د اصولو، انساني اخلاقو او اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي،چې باید د افغان حکومت او نړیوالو له خوا يې مخه ونېول شي.

خلک د افغانستان د اوسني ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا د فساد د مخنیوي او د اصلاحاتو په اړه په تر سره شوو کړنو خوښ دي، خو له ښاغلي احمدزي څخه غواړي، چې د کورني امنیت تر څنګ د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان د تېرېو او راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره هم لاس په کار شي او د خپلو نړیوالو ملګرو امریکا او ناټو سره یو ځای د خپل کار په همدې لومړیو ورځو کې پاکستان ته کلک ځواب ورکړي، تر څو نور پاکستان زموږ پر پاکه خاوره له خپل بې شرمانه تېري او راکټي بریدونو څخه د تل لپاره لاس په سر شي.

نور د پاکستان په وړاندې د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې او د افغانستان له نوي حکومت څخه غواړي چې د خپلې خاورې او د ملت د ټولو افرادو د دفاع دنده په مېړانې تر سره کړي او نور باید ددې سترې ملي مسئلې په وړاندې پټه خوله پاته نشي،د ټولو دیپلوماتیکو او دفاعي لارو او تدبیرونو په واسطه د پاکستان د دې بې شرمانه یرغلونو او بریدونو په وړاندې د خپل وطن او ولس څخه مناسبه او ډاډمنه دفاع وکړي او په افغاني عزم د ویاړلي افغان ولس په ملاتړ ددې لوی ناورین مخه ونیسي.

همداراز افغانان له امریکا او ناټو څخه، چې له افغانستان سره امنیتي تړونونه لري او د همدې امنیتي تړونونو پر اساس دوي مکلف دي،چې د افغانستان پر خاوره د ګاونډیو هېوادونو د تېري او راکټي بریدونو د مخنیوي له پاره د نړیوالو منل شوو حقوقي اصولو او نورمونو سره سم غبرګون وښیې له بېلا بېلو لارو پر پاکستان فشار راوړي، چې نور پر افغانانو خپل راکټي بریدونه ودروي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *