تاند- پاکستاني رسنیو هم نن تایید کړه چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر درې غړي دغه هیواد ته تللي او پاکستاني چارواکو ته یې په قطر کې د افغانستان او امریکا له استازي سره د وروستیو خبرو په باب معلومات ورکړل.

ډان ورځپاڼې لیکلي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي ورته نن وویل چې دوی له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي له کتنې خبر دي خو د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه وايي.

په پاکستان کې یوه جګپوړي طالب ډان ته ویلي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا سلیم حنیفي، مولوي شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي

د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي هم تایید کړه چې د افغان طالبانو استازو له پاکستاني چارواکو سره لیدلي.

ډان وايي، دغه پاکستاني چارواکي وویل چې اسلام اباد په ګاونډي افغانستان کې د سولې لپاره رول لوبوي.

د اسوشیتید پریس په شمول ګڼو لوېدیځو خبري اژانسونو او رسنیو هم پاکستان ته د طالب پلاوي سفر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دغه هیات د سفر هدف د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو له جزییاتو د پاکستاني چارواکو خبرول دي.

تر دې مخکې پرون د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ چې د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.

ګارډین ورځپاڼې تر دې مخکې روانه اوونۍ په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پټې خبرې افشا کړې.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي او کلکه اراده لري چې په دغه هیواد کې د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړي.

سرتاج عزیز دا خبرې پرون /جمعه/ له یوه غیررسمي افغان پلاوي سره په کتنه کې وکړې.

One thought on “پاکستاني رسنیو دغه هیواد ته له قطره د طالبانو د پلاوي سفر تایید کړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *