تاند- ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د سختدریځې سني ډلې د مشر د وژلو پېښه د پولیسو له لوري یوه مخکې تر مخکې جوړه شوې ډرامه بللې ده.
د لشکر جنګوي موسس او پخوانی مشر امیرملک اسحاق له خپلو ۱۴ ملګرو سره نن سهار د پنجاب ایالت په مظفر ګړ کې ووژل شول.
پولیس وايي چې ملک اسحاق هغه مهال د حمله کوونکو او پولیسو ترمنځ په ډزو کې ووژل شو چې نوموړی یې له یوه توقیف ځایه بل ته بېوه.
پولیسو ۶ ورځې وړاندې ملک اسحاق د ۸ تنو د وژلو په تور نیولی و. نن /چهارشنبه/ کله چې پولیسو غوښتل نوموړی او ۶ تنه نور نیول شوي کسان د مظفر ګړ یوه محبس ته یوسي، د وسله والو کسانو له حملې سره مخامخ شول.
پولیس وايي چې حمله کوونکو غوښتل چې ملک اسحاق او ملګري یې خوشي کړي مګر د ډزو په نتیجه کې بندیان او یو پولیس ووژل شول.
د پاکستان قدرت ورځپاڼه وايي چې دا وسله واله حمله د پولیسو له لوري جعل شوې ده. د ورځپاڼې د راپور له مخې د پنجاب ایالتي پولیسو تر دې پخوا هم په ځلونو داسي جعلي نښتې کړي او خپل مخالفان یې پکې وژلي دي.
لشکر جنګوي د پاکستان یوه خورا توندلارې شیعه ضد ډله ده. دې ډلې په زرګونو شیعه ګان وژلي دي.