تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، کابل ته د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن سفر طالبان په غوسه کړي دي.

فضل الرحمن په الوتکه کې د دوبۍ له لارې کابل ته لاړ چې په سیمه کې د سولې د راتګ په اړه له افغان چارواکو سره پر خپل رول خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغان او پاکستاني طالبانو ویلي، دوی غواړي په دې وپوهېږي چې په داسي حال کې چې د کرزي د حکومت د دورې پای ته رسېدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي د فضل الرحمن د سفر هدف څه دی.

د پاکستان «د نیوز» ورځپاڼې لیکلي: افغان طالبانو خو لا مخکې کابل ته د مولاما فضل الرحمن پر ناڅاپي سفر او له کرزي سره د نوموړي پر کتنې خوابدي ښودلې ده.

د جمیعت علمای اسلام ګوند ویندوی جان اڅکزي، چې له مولانا فضل الرحمن سره په سفر کې ملګری دی، خبریالانو ته وویل: مولانا د افغانستان ولسمشر ته وویل چې «د افغانستان او پاکستان اړیکې له دولتونو سره تړاو لري او باید دولتي اورګانونه یې د ښه کولو هڅې وکړي، سیاستوال او سیاسي ګوندونه چاپېریال برابرولی شي.»

ده همداراز وویل چې مولانا فضل الرحمن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې.

د ویاند په وینا مولانا فضل الرحمن دا هم وویل:«په داسي حال کې چې ټوله نړیواله ټولنه په افغانستان کې د پخلاینې لپاره کار کوي، موږ هم باید د پخلاینې د لارې د اوارولو لپاره هڅه وکړو.»

ده زیاته کړه:مولانا فضل الرحمن باور لري، کله چې د ناټو اکثره محارب پوځیان له افغانستانه ووتل، د سیمې هیوادونه باید خپلې مسلې په خپله حل کړي نو جمعیت علمای اسلام لومړنی سیاسي قوت دی چې باور لري د افغانانو ترمنځ له پخلاینې پرته سوله نه شي ټینګېدای. ترڅو چې له کرزي سره خبرې ونشي د سولې لپاره هیڅ راز هلې ځلې نتیجه نه شي ورکولی. هغه د افغانستان د دولت او حکومت مشر دی نو باید ورسره تماس ونیول شي او تر څو چې د افغانستان د دولت او حکومت مشري د ده په لاس کې وي باید له ده سره د معاملې هڅه وشي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویندوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ورڅخه خوابدي شوي، وویل:«جمعیت علمای اسلام د افغان طالبانو مبارزې ته په خورا درنه سترګه ګوري او کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر هدف دا دی چې د دوی (طالبانو) قربانۍ ارزښتناکې دي.»

د افغانستان ولسمشر په ارګ کې له مولانا فضل الرحمن څسره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفینو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د مذاکراتو د ترسره کېدلو او د سولې د بهیر د پرمخ بیولو په لاره کې همکاري وکړي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ولسمشر حامدکرزي د دغې غوښتنې په ځواب کې وویل چې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو په لاره کې به په اخلاص سره همکاري وکړي.

5 thoughts on “پاکستاني رسنۍ: طالبان د مولانا فضل الرحمن د کابل پر سفر په غوسه دي”
  1. دمولانا فضل الرحمان عقل سرته راغی، مګردملامحمدعمر عقل تر اوسه په پښو کی دی.

    کرزی په دیی اخرو ورځو کی ډیر ښه رول لوبوی، که امکان ولری ددریمی دوری لپاره په خپل پوست پاتی شی، ځکه دوطن پکی خیر دی.

  2. عبدالله کابلی افسوس ستاپرفکراوستاپرعقیده زه ندی ملامتوم زکه دباداردخوشحالی دپاره به حتمأسه لیکی

  3. جوابده ورورته ځواب: بلی زه به هغه کار کووم چه دوطن اومسلمانانو په کی خیر وی ځکه چه افغان یم، افغان یم اوبیاهم افغان یم.

    دالله په امان

  4. فضل شیطا ته په کي ځای ورکول به نه سولي له پروسې سره مرسته وکړي بلکي تر بد به هم بدتر عواقب ولري له یو خوا یې د ځانوژونکو لپاره مدرسې پرانیستي او له بلي خوا مونږ ورنه د پخلایني تمع کوو ایا موږ دومره اوبو اخیستي یو چې د فضلو په شان ځګ ته مو لاس واچاوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *