تاند- افغانستان ته د وسلو د نه ورکولو په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیر له وروستیو څرګندونو سره سره پاکستاني رسنۍ وايي چې د هند یو پوځي پلاوی په کابل کې دی چې افغانستان ته د پوځي تجهیزاتو او وسلو د ورکولو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د هندي سرچینو په قول لیکلي، دواړه هیوادونه د وسلو او دغه راز په دې برخه کې د همکاریو د زیاتولو پرلارو چارو خبرې کوي.

د هند د رسمي سرچینو په قول (هندو) ورځپاڼې پرون لیکلي چې افغانستان او هندوستان کابل ته د وسلو د ورکولو په شمول په ټولو پوځي برخو خبرې کوي.

خبرځای زیاته کړې ده چې هند ته د ولسمشر کرزي او صدراعظم من موهن سینګ د خبرو په تعقیب د هند د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د دغه هیواد د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت یو ګډ پلاوی په کابل کې دی چې افغانستان ته د وسلو د ورکولو پر ټولو اړخونو او همداراز په دې برخه کې د همکاریو د زیاتېدو پرلارو چارو خبرې وکړي.

هندي او پاکستاني رسنیو دا موضوع دوې ورځې وروسته له دې څرګنده کړه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر یوې هندۍ ورځپاڼې ته وویل چې هیواد یې نه غواړي افغانستان ته درنې وسلې ورکړي ځکه چې دا کار د سیمې د نورو هیوادونو حساسیت پاروي.

سلمان خورشید وویل:« فکر کوو چې دا به عاقلانه نه وي چې له دې پورته لاړ شو. دا یوه نازکه سیمه ده، دلته ذي نفوذې خواوې شته، نور هم شته. موږ نه غواړو چې ستونزې وزېږوو.»

ده په عین حال کې وویل چې هند مخکې د افغانستان د پوځي ملاتړ لپاره دغه هیواد ته ځینې مرستې ورکړي لکه ترانسپورتي هیلي کوپترونه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند په وروستي سفر کې دغه هیواد ته په یوه لیست کې د وسلو غوښتنه هم کړې وه. هماغه وخت ویل شوي و چې هند د افغانستان غوښتنه منلې ده.

خو د تېرې جمعې په ورځ هندوستان ټایمز او څو نورو ورځپاڼو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له قوله وویل:«نوی ډیلی نه په دې حد کې دی او نه غواړي چې اوس له افغانستان سره د وسلو مرسته وکړي.»

One thought on “پاکستاني رسنۍ: هندي پلاوی پر وسلو د خبرو لپاره کابل ته تللی”
  1. فه توله دنيا كي داسي يو هيواد نسته سي د افغان مجبور او غريب ولس سره بغير له مطلبه يعني صادقانه همكاري او كومك وكري
    زما تولو جرنالستانو نه خواست دى د خداى لفاره د فردو فه فايده هيسكله كار ونكرى يوه دودى به خداى هر وخت در ورسوي
    او تول بايد صرف د الله رب العالمين نه طلب وكري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *