تاند- پاکستاني رسنیو نن یو وار بیا وویل چې د پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو په هڅو، چې د پردې تر شا یې کوي، ژر به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

پاکستان ټوډې او ایکسپریس تریبیون ورځپاڼو د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې دواړه خواوې (د افغانستان حکومت او طالبان) له یو بل سره په تماس کې دي او د لومړي ځل لپاره به د افغانستان د راتلونکې په باب مخامخ خبرې وکړي.

تېره (فبروري) میاشت خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په باب کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس له سفره وروسته وویل شول چې د دواړو خواوو خبرې به د مارچ په لومړیو کې پیل شي خو داسي ښکاري چې د افغانستان حکومت له هغه چا سره خبرو ته حاضر نه وي چې د کوټې د شورا استازیتوب نه کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ تر خبرو مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی اسلام اباد ته رسېدلی او پرون /سې شنبه/ یې له پاکستاني چارواکو سره پر موضوع خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ډانیل ایف فیلډمن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د دغه هیواد له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ولیدل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په وینا دواړو خواوو د سیمې پر حالات خبرې وکړې. ښاغلي فیلډمن د افغانستان په ثبات او سوله کې د پاکستان مثبت رول وستایه.

تریبیون ورځپاڼه وايي، یوې سرچینې، چې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو د هڅو په اړه معلومات لري، وویل چې د فیلډمن د سفر هدف دا دی چې د وروستیو هڅو په نتیجه کې د سولې د معاملې په اړه خبرې وکړي.

سرچینې وویل چې امریکا به په خبرو کې شامله نه وي خو د حللارې لپاره د وروستیو سیاسي هڅو ملاتړ کوي.

سرچینې ونه ویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به چیري وشي خو ویې ویل چې د خبرو په لومړي پړاو کې به پر اوربند سلا وشي.

راتلونکې څو ورځې ډېرې مهمې ګڼل کېږي ځکه چې د طالبانو د جګړې موسم پیلېږي او که سخته جګړه ونښته بیا د اوربند احتمال کمېږي.

پرون د پاکستان د صدراعظم سلاکار او د دغه هیواد د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز هم تایید کړه چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرې کوي.

ده د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې دواړو خواوو (طالبانو او افغان حکومت) د سولې د خبرو لپاره کمېټې مخکې تر مخکې جوړې کړي دي.

عزیز په عین حال کې د دې خبرې پخلی وکړ چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې نه کېږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس حاجي عدیل، چې د عوامي نشنل ګوند غړی دی، د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي مګر دا چې رسماً ورڅخه د کوم کار غوښتنه وشي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد حکومت او پوځ خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې کلیدي رول لوبولی دی او چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هر راز معاملې د تضمین ورکوونکي رول په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *