تاند- پاکستاني رسنیو نن (سې شنبه) افشا کړه چې د اګست په ۱۶ مه د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د حملې اصلي هدف د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده و.
پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې وه چې ملا هبت الله اخوندزاده د حملې په مهال په جومات کې وي.
په دې برید کې د ملاهبت الله ورور حافظ احمدالله او ګڼ نور ووژل شول.
له پېښې څو ساعته وروسته د افغانستان په لوېدیځ کې د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د انشعابي ډلې ویندوی ملاعبدالمنان نیازي د تاند سیمه ییز خبریال ته وویل چې د کچلاغ د وزیراباد په یوه مدرسه کې د دوی یوه غړي د ملاهبت الله اخوندزاده په مدرسه کې «استشهادي برید» وکړ او په ترڅ کې یې د هبت الله اخوندزاده ورور حافظ احمدالله او ګڼ نور ووژل شول.
پاکستاني چارواکو تراوسه پورې د طالبانو د انشعابي ډلې ادعا تایید کړې نه ده.
د پاکستان امنیتي سرچینې باور لري چې دا برید داعش یا د اسلامي دولت خراساني څانګې کړی دی.
خو ځینې سرچینې وايي، طالبان باور لري چې د وزیراباد د جومات برید د افغانستان د ملي امنیت عواملو کړی دی. دوی وايي، له دې پېښې یوه ورځ وروسته د کابل په لوېدیځ کې په دوبۍ ښار هوټل کې خونړۍ انتحاري حمله ممکن د وزیراباد د حملې په غچ کې شوې وي.
دوی دا ادعا له دې سره سره کوي چې داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش ویلي چې د واده ګډونوال شیعه افغانان ول او ځکه یې وژلي دي.
په چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو نومونه: