تاند- پاکستاني رسني وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د ختمولو غوښتنه کړې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره میاشت په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه سرمشریزه کې وویل چې پاکستان دې (آی ایس آی) ړنګ کړي چې د افغانستان ستونزې ورسره پای ته ورسېږي.
د پاکسان، افغانستان او ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري صدراعظم نوازشریف کوله او د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او د آی ایس آی مشر جنرال ظهیر الاسلام هم په غونډه کې برخه لرله.
عموماً د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزو غونډو کې پر سیاسي دفاعي او اقتصادي خبرو بحث کېږي خو په وروستي ځل د درې خواوو تمرکز له افغانستانه د ناټو پوځیانو پر وتلو او له هغه وروسته حال باندې و.
پاکستاني ورځپاڼې وايي چې په بحث کې د اجنډا خلاف د افغانستان ولسمشر د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته وویل، که تاسو آی ایس آی لغوه کړئ د افغانستان ټولې مسلې به حل شي ځکه چې دا اداره په افغانستان کې د ګډوډۍ په ملاتړ بوخته ده.
پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دغه هیواد د آی آیس آی ريیس کرزي ته وویل چې ادعا یې سمه نه ده.
ظهیر الاسلام وویل چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي بلکې دا افغانستان دی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
ده وویل چې افغانستان د بلوچستان د حالاتو مسوولیت په غاړه لري.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په بحث کې نوازشریف مداخله وکړه او هڅه یې وکړه چې د خبرو موضوع بدله کړي.
افغان چارواکو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
afghanistan must do same wht i.s.i do in our country
دشکاڼه رنګ دشپېلي نه دی. د ای اس ای پيشواو ای اس ای ته مياو. هاهاهاها… ـ