تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د پاکستان د سیاسي چارو د کارپوهانو او رسنیو لپاره د طالبانو د قوت په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړي دي.
د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر توقع د زیات شمېر افغانانو ګډون او د خلکو په راګرځولو کې د طالبانو ناکامۍ له دغه هیواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ او اغتشاش دورې ته د افغانستان په بېرته بېولو کې د طالبانو د توان په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
دي نېشن ورځپاڼه وايي، طالبانو ادعا کړې چې پر انتخاباتي مرکزونو، پولیسو او رای ورکوونکو یې پرون د انتخاباتو په لړ کې تر ۱۰۰۰ زیاتې حملې کړي او په لسګونو کسان یې وژلي او په انتخاباتو کې یې د ډېرو خلکو د ګډون مخه نیولې ده.
دي نېشن وايي چې د انتخاباتو په ورځ د طالبانو حملې تر هغو خبرداریو ډېرې وړې او تر دې ډېرې په ټیټه کچه وې چې تر ټاکنو مخکې د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره کړي وو.
دي نېشن او نورو پاکستاني رسنیو ویلي چې د طالبانو د مرګ له خبرداریو سره سره د رای ورکولو په شرایطو شاوخوا په سلو کې ۶۰ افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې رایې ورکړې.
پاکستاني مطبوعاتي لیکلي:«یوه افغان وویل هر رای ورکوونکی مرګ په طالبانو وايي.»
پاکستاني رسنۍ وايي، په انتخاباتو کې د خلکو ګډون له یوې خوا افغانانو ته د طالبانو ضعف څرګند کړ او له بلې خوا یې په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې دا احساس پیاوړی کړ چې له دیارلس کلونو وروسته افغانستان د سولې او ارام لور ته روان دی.
د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې وویل:«دا زما خوب و چې رښتیا شو. دا د افغانستان د دښمنانو پر مخ یوه کلکه څپېړه وه، هغو کسانو ته سوک و چې وايي په افغانستان کې ولسواکي نه چلېږي.»
پاکستاني رسنۍ په عین حال کې طالبانو ته ډاډ ورکوي او وايي چې لا وختي دی چې دا ډله ناکامه وبلل شي ځکه چې د انتخاباتو په ورځ تر ۳ لکه زیات امنیتي ځواکونه راوتلي ول.
مرګ پر آی ایس آی، مرګ د چټلستان پر پوځ او د هغوی پر طالبي مزدورانو، تل دې وي دایم دې وي دا خوږ افغانستان زمونږ () دا د غرو زمریان زمونږ
کوهی مه کنه دبل سړی په لار کی ،چیری ستا به دکوهی په غاړه لار شی
Pakistan will lose the fighting will goes to Pakistan