تاند- پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې په افغانستان کې د حکومت له بدلېدو وروسته د دغه هیواد نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي پاکستان ته یو پیغام لېږلی او په هغه کې یې چمتووالی ښودلی چې حاضر دی د پاکستاني طالبانو مرستیال اسلام اباد ته وسپاري.
پاک تریبیون او یو شمېر نورو ورځپاڼو نن د ناڅرګندو سرچینو په قول ویلي چې ولسمشر غني تیار دی چې مولوي فقیر محمد پاکستان ته وسپاري.
دغو سرچینو همداراز ویلي چې د افغانستان ولسمشر دا کار له دې سره سره کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه کومه موافقه نشته.
په راپورونو کې ویل شوي چې مولوي فقیر محمد به پاکستان ته د ملګروملتو د مقرراتو په رڼا کې وسپارل شي.
د افغانستان مخکیني حکومت پاکستان ته د مولوي فقیر محمد سپارل د طالبانو د پخواني مرستیال مولوي عبدالغني برادر له ورسپارلو سره مشروط کړي و.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړه هیوادونه په دیپلوماتیکه کچه د بندیانو د تبادلې په برخه کې له یو بل سره په تماس کې دي.
پاکستان د جمعې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر د مشر طیب اغا دوه وروڼه خوشي کړل. که څه هم پاکستاني سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کوټې له محبس څخه د طیب اغا د وروڼو خلاصون د فقیر محمد له سپارلو سره تړاو لري او که نه خو دا احتمال شته چې دا مسلې له یو بل سره تړاو ولري.
د طیب اغا وروڼه له پنځه میاشتې بنده وروسته خوشي شول.
پاکستان د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ویلي و چې طالبان به د افغانستان له نوي حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
It’s be big mistake to handover golden chances to fitna anti afghans pakistan . Pakistan never want stable strong afghanistan and never agree to compromise 35 years hard work so please don’t make this poor judgment