تاند- د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ویندوی فرحت الله بابر پرون د دې جرګې په یوه بحث کې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې له افغان یاغیانو سره اړیکې پرې کړي.
فرحت الله بابر وویل، که پاکستان غواړي د خپل اساسي قانون پر ۴۰ بند ژمن پاتې شي نو پکار ده چې له افغان طالبانو سره اړیکې پای ته ورسوي.
د پاکستان د مشرانو جرګې غړيو پرون په خپل بحث کې پر بهرنۍ پالیسۍ خبرې وکړې.
د اپوزیسیون سناتورانو په بهرنۍ پالیسۍ کې د دوه مخۍ د پای ته رسېدو د غوښتنې ترڅنګ په وروستیو څو لسیزو کې پر امنیتي ځواکونو د خلکو د ختم شوي باور د بېرته حاصولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دوی د سیمې د هیوادونو بدلونونو ته په اشارې د اوسنیو حقایقو په رڼا کې په بهرنۍ پالیسۍ کې د ژورې بیا کتنې غوښتنه وکړه.
سناتور فرحت الله بابر وویل چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسي اساسات د اساسي قانون د څلوېښتم بند له مخې اېښودل شوي دي او دا بند وايي چې باید پاکستان د بل هیواد په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د هغه خلاف یاغي ډلې ونه هڅوي.
افغانستان او هند تل پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنه او په نیابتي جګړه کې په لاس لرلو تورن کړی دی. افغان چارواکي وايي چې پاکستان افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي.
پاکستان د افغانستان او هند تورونه ردوي او وايي چې په خپله د تروریزم لوی قرباني دی.
فرحت الله بابر له طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو سره د پاکستان د اړیکو ادعا ته په اشارې وايي چې که پاکستان د خپل اساسي قانون پر څلوېښتم بند پابند وي بیا نو پکار ده چې له هرې افغان یاغي ډلې سره اړیکې پرې کړو.
ښاغلي بابر وویل چې باید د افغانستان د خلکو رایو ته درناوی وشي، افغانانو په پراخه پیمانه په انتخاباتو کې ګډون وکړ او لازمه ده چې پاکستان د افغانانو خوښې ته احترام وکړي.
د پاکستان د مشرانو جرګې په غونډه کې سناتور افراسیاب خټک هم ګډون درلود، ښاغلي خټک وویل چې نه یوازې د اپوزیسیون سناتورانو بلکې د حکومت پلوي سناتورانو هم د ګاونډیو هیوادونو په چارو کې د مداخلې د بندېدو غوښتنه وکړه.
افراسیاب خټک وویل چې په غونډه کې د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم ګډون درلود.
د ښاغلي خټک په وینا سرتاج عزیز به د دې موضوع په اړه د حکومت رسمي دریځ په راتلونکو غونډو کې اعلان کړي.
پنجابیان که ښه خلک وو نو خدای به دوی تور مخي نه پیدا کول. دوی لا له پخوا نه خدای پاک پېژندلي او مخونه یې پر دې دنیا ورتور کړي دي. زه دا اوس هم له دې خپلو کوتاه فکرو طالبانو نه غوښتنه کوم چې راشئ له دې خپل ولس بښنه وغواړئ دا ډېر غیرتي ولس دی بښي مو. او پنجابیانو خو لا طالبان هغه وخت حق کړي وو چې پر امریکایانو یې خرڅول او د خرڅون په وخت کې یې ورته ویلې چې زمونږ له پاره (سب سی پهلې فکستان) خوشرم خو څه د سپي لکۍ نه ده چې د طالب په تندي راځوړنده شي. تورلېنګیان خو پرې صرف خپل وطن ورانوي او فکستان کې یې موقتا ساتي او کله یې چې د خرڅون وخت راشي د منډيي د غویانو په شان یې خرڅ کړي.
وای پکه دا دی لا بله سپکه
ټوله دونیا چیغی وهی او وایی چی دافغانستان جګړه له پولی ها خوا رهبری او پلان کیږی خو دغرب لیونو ته هیچا هم دا ونه ویل چی ملګرو تاسی په غلط ځای لګیا یاست ستاسی دمباریزی ساحه د اټک نه ور پوری غاړی ته ده ولی په نا حقه دافغان مظلوم ولس وینی تویوی
یادو ښاغلو خو نه یوازی دا چی جګره یی دافغان دخاوری حق وګرځوله بلکی په مقابل کی یی دپنجاب دهشتګرو ته مالی اوتخنیکی مرستی هم ورزیاتی کړی او لړی یی لا هم دوام لری
pa dagha ki yea ham chal da
ما په خپله په ځان کړی یار ګرم ندې! قدرمنو د پاکستان څه ګیله کوې، هغه ېو دښمن دې او له دښمنه څوک د خیر تمه نکوی. د افغان ملت د ښمنان چه د افغانانو عزت یې د دنیا په بازارونو لیلام کړ او لا هم پکښی ښه ګرم دی چا نوم وانخیست، او نه چا د افغان په نوم د حق ناره پورته کړه. کله چه تا په خپله د خپل کور په انګړ کی د دین او عزت د خرڅلاو بازار پرانیست نو د ښی او کیڼ لاس دلالان رامات شول چه ستا د دین او عزت د سودا په دې بازار کی دلالی وکړی. ګیله به ترینه نه کوو او ښه به دا وی چه خپل بازار بند کړو. او بازار هغه وخت بندیدای شی چه د افغان ملت ا صلی دښمنان چا چه د افغان ملت غرور مات کړو، چا چه دین عزت ابرو خرڅ کړل، چا چه لر او بر افغان په خپلو وینو کی لاهو کړو د خپلو اعمالو په سځا ورسیږی او حق ته حق ووېل شی. داسې کله کیدای شی چه ته په دین شهید فدای ته انتهاری وایی خو ېوه غله ،ډاکو ،داړه مار، فاشیست، راسیست، جاسوس او مرتد ته نه ېوازې چه ګوته نشی نیوای په وزارتونو، ولاېتونو، جنرالیو، مرشالیو او قهرمانیو یې ناځوی او کنه بیا غاښونه درته چیچی او اختارونه درکوی چه غره ته خیږم……….او ته یې ځاری کوی ځکه چه بیا وینه تویږی؟؟؟ اوس خو د رحمت بارانونه راوان دی؟ که افغان په لر او بر تباه شوو پروا نشته خو وینه باید تله نشی.
د لوی او سوکاله افغانستان په هیله