تورخم

تاند: د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې ایس سي سي آی له افغان چارواکو غوښتي چې د تورخم په خورمیدان سیمه کې بند ساتل شوي پاکستانۍ تشې کانټینرې ور پرېږدي.

د دې خونې مشر فیض محمد فیض وايي، پر پوله د تصفیې پروسې د سوکه والي له کبله ددغو موټرو په معطلېدو دواړو لوریو ته د سوداګرۍ برخه کې لوی تاوان اوړي.

نوموړی وايي، ډریورانو ورته شکایت کړی چې د هر موټر د خوشې کېدو په بدل کې ترې اتیا یا ۹۰ زره کلدارې غوښتل کېږي: (( دا عادلانه کار نه دی، افغان حکومت باید د مسئلې دایمي حل وګوري.))

افغان چارواکو نه دي ویلي چې تورخم کې ولې پاکستاني لارۍ ایسارې شوي؟ خو تر دې وړاندې یې امر کړی و چې افغانستان ته هر داخلېدونکې لارۍ باید تشه شي او مالونه یې په افغاني لاریو کې د هیواد مهمو برخو ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې خپله هم د افغان لاریو او کنټینرونو په ایسارولو متهم شوی دی او په وار وار ترې غوښتنه هم شوې مګر ویل شوي چې کراچۍ بندر کې یې له ایسارو کړیو لاریو د ورځې ۱۰۰ ډالر ډیمریج اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *