تاند- پاکستاني شنونکي وايي چې له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي پوځیانو وتل به په افغانستان کې ګډوډي نوره هم زیاته کړي خو د پاکستان پر امنیتي وضعیت به اغېز ونه کړي.
امریکايي رسنیو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل نیمايي پوځیان (۷۰۰۰) باسي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې په دې اړه د دفاعي او ستراتیژیکو چارو له شنونکو سره خبرې کړي.
متقاعد جګړن محمود شاه وايي«که ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي په افغانستان کې تشه رامنځته کېږي او پر پاکستان هم اغېز کولی شي.»
ښاغلی محمود شاه وايي، پاکستان تل له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو نه بلکې د یو شمېر بهرنیو پوځیانو د وتلو ملاتړ په دې خاطر کړی چې د افغانستان حکومت کنترول یو مخ له لاسه ورنه کړي.
ده وویل چې د ولسمشر ټرپ وروستۍ پرېکړه به له افغانستان سره د پاکستان سوداګري راکړه ورکړه اغېزمنه نه کړي ځکه چې افغانستان د پاکستان د اوړو، وریجو او سرې پر وارداتو متکي دی.
متقاعد مرستیال مارشال شهزاد چودري د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه د امریکا یو پلان شوی اقدام او د سولې په اړه د خپل جدیت په اړه طالبانو ته رسمي ډاډ ورکول وباله.
ده دا نظر رد کړ چې ګنې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه هماغسې پرېکړه ده چې نوموړي له سوریې څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه کړې ده.
ده په عین حال کې وویل چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له پاکستان سره مشوره کړې ده.
د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو او څېړنې مرکز اجرايي رييس امتیازګل وايي چې ټرمپ خپل حساب شوی اقدام وکړ او د افغانستان د سولې لپاره یې خپله ژمنه عملي کړه.
دی وايي«که څه هم د ځواکونو د یوې لویې برخې ایستل د امریکا د حیثیت د خرابېدو مخه نیسي خو د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو ومني.»
د ټرمپ له لوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان د امریکا متحدان هم حیران کړي دي. بریتانیا ویلي چې امریکا د خپلې دې پرېکړې په اړه له دوی سره خبرې نه وې کړي.