تاند- د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د خپلې ډلې یو مشر عمر خالد خراساني وروسته له دې له تحریکه وایست چې نوموړی یې د افغان طالبانو د مشر ملاعمر پرضد په دسیسې جوړولو او د طالبانو په تحریک کې د نفاق پیدا کولو په هڅې تورن کړ.
د پاکستان ډان نیوز په یوه راپور کې وویل، د طالبانو سرچینو ورته ویلي چې د پاکستان د طالبانو له تحریکه د دې ډلې د مومند ایجنسۍ د امیر محمد، چې په خالد خراساني مشهور دی، د غړیتوب د لغوه کولو پرېکړه د ملا فضل الله په مشرۍ د طالبانو د تحریک د شورا په غونډه کې وشوه.
په دې غونډه کې د طالبانو مهمو قومندانانو برخه لرله.
پر خالد خراساني تور پوري شوی چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر، چې په پاکستان کې اوسي، پرخلاف دسیسه جوړه کړې، د جناد حفضه او احرارالهند له پټو تنظیمونو سره اړیکې لري او د جماعت الاحرار په نوم یې یوه یاغي ډله جوړه کړې ده.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د خالد خراساني کارونه د پاکستان د طالبانو د تحریک د هدفونو په تاوان دي.
د ډان نیوز راپور وايي په وروستیو کې خالد خراساني د ملا فضل الله د اوامرو سرغړونه کوله او ویل یې چې د نوموړي مشري نه مني.
پاکستاني رسنۍ تل د خپلو طالبانو په منځ کې د اختلافاتو خبرونه خپروي خو څرنګه چې د طالبانو اکثره کارونه مرموز او پټ دي عموماً حقایق په دقیق ډول نه څرګندېږي.