تاند- افغان او پاکستاني طالبانو په پټه موافقه کړې چې د حملو مخه به افغانستان ته اړوي او پر دې اساس پاکستاني طالبانو د دغه هیواد له حکومت سره اوربند اعلان کړی څو جنګیالي یې افغانستان ته واوړي او د افغانستان پرضد په جګړه کې برخه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو سرزورو ډلو ترمنځ همکاري، چې په اړه یې معلومات د هغوی مشرانو او امنیتي چارواکو دې خبري اژانس ته ورکړي، دا خطر زیات کړی چې په روان کال کې، چې د افغانستان لپاره خورا حساس دی، تاوتریخوالی لا زیات شي.

د افغانستان ۳۰ ملیونه اوسېدونکي د حمل په شپاړسمه/ اپریل ۵مه/ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات لري او دا انتخابات د نړیوالو ځواکونو لپاره، چې د کال په پای کې له افغانستانه وځي یوه ازموینه ګڼل کېږي.

د دې معنا دا ده چې که وسله وال طالبان بریدونه زیات کړي او د افغانستان حکومت له ستونزو سره مخامخ شي هم به نړیوال او هم به د افغانستان حکومت دې نتیجې ته ورسېږي چې باید بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې ټول په دې باور لري چې باید افغانستان بیا د سخت دریځو او ترهګرو لاس ته ونه لوېږي.

د افغانستان او پاکستان طالبان له یو بل سره خورا نژدې دي او دواړه غواړي چې په افغانستان او پاکستان کې په خپل سبک اسلامي شریعت نافذ کړي. خو د دوی مشري او هدفونه توپیر لري. پاکستاني طالبان پر پاکستاني پوځیانو پر بریدونو تمرذکز کوي، خو افغان طالبان پر افغانستان بریدونو ته.

ګومان کېږي چې د طالبانو د دهشت په وجه به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په راروانو انتخاباتو کې په ځانګړي ډول د پښتني سیمو ډېر رای ورکوونکي ونه کړای شي چې د رایو صندوقونو ته لاړ شي. د دوی له ترهګرۍ څخه به په ځانګړي ډول پښتني ضد عناصر زیاته ګټه واخلي.

رویټټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي روانه اوونۍ وویل چې په پاکستان کې له حکومت سره د طالبانو د یو میاشتني اوربند د اعلان له وخته سخت دریځو د افغانستان پر سرحدي پوستو حملې زیاتې کړي او تقریباً هره شپه د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان پر پوستو بریدونه کېږي.

پاکستانۍ ورځپاڼې دي نیوز ویلي چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر په هڅه پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند اعلان کړ. د دې ورځپاڼې د راپور پر اساس ملا عمر پاکستاني طالبانو ته قناعت ورکړ چې اصلي دښمن افغانستان او په دغه هیواد کې مېشت بهرنیان دي.

One thought on “پاکستاني طالبانو د افغانستان پرضد له خپل حکومت سره اوربند کړی”
  1. دا چې افغان طالبان پاکستاني د جنګ له پاره راولي دا داسې دی لکه پردي چې خپلو ښځو ته راولي. خدای دې دوی په شرمونو وشرموي. اصلا دا بې غیرته او پست خلک د غیرت او شرم په نامه څه نه پېژني چې پاکستانیان راولي او خپل خلک پرې وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *