تاند- پاکستاني طالبانو تایید کړه چې د القاعده یو لوی قوماندان قاري محمد یاسین د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو نن /چهارشنبه/ وویل چې قاري یاسین د مارچ په نولسمه /یکشنبه/ د پکتیکا ولایت په لمن نومې سیمه کې ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني د القاعده دا قوماندان د پاکستاني طالبانو نژدې همکار او د «مجاهدینو» روزونکی بللی دی.

خراساني دغه راز ویلي چې په برید کې د یاسین ۳ ملګري هم وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی دغه راز ویلي چې یاسین د مشهور پاکستاني جهادي امجد فاروقي نژدې ملګری و.

پخوا د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې هم له امجد فاروقي سره د یاسین د اړیکو په اړه راپور خپور کړی و.

فاروقي د ۲۰۰۳ په دسمبر کې د پاکستان پر پخواني دیکاتور پروېز مشرف دوه ځلې د وژونکو حملو هڅه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *