تاند- وروسته له دې چې شاهد الله شاهد د اسلامي دولت له سخت دریځې ډلې یا داعش سره پیوستون اعلان کړ او نوموړی د پاکستاني طالبانو له ویندویۍ لېري شو، پاکستاني طالبانو محمد خراساني خپل نوی ویندوی اعلان کړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:«د طالبانو د مشرتابه شورا شاهد الله شاهد رسماً له خپل تحریکه شړلی او له دې وروسته محمد خراساني د طالبانو د اسلامي تحریک نوی ویندوی دی.»

د طالبانو دا خبرپاڼه له هماغه برېښنالیکه استول شوې چې پخوا به شاهد الله شاهد د طالبانو ځیني اعلامیې او خبرپاڼې رسنیو ته لېږلې.

شاهد الله شاهد تېره میاشت د طالبانو د تحریک له پنځو نورو غړیو سره د داعش د مشر، چې ځان یې د مسلمانانو خلیفه اعلان کړی دی، بیعت اعلان کړ.

د اورکزيي ایجنسۍ طالب قومندان حافظ سید خان، د خیبر ایجنسۍ قومندان ګلزمان، د پېښور قومندان مفتي حسن، د هنګو قومندان خالد منصور او دغه راز د کرمې ایجنسۍ قومندان د اسلامي دولت د وسله والې ډلې بیعت اعلان کړی دی.

خو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې دوی له داعش سره یوځای شوي نه دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د اسلامي دولت ډلې پلویان د پاکستان په پښتني سیمو کې مخ پر زیاتېدو دي او ګومان کېږي چې له هماغه ځایه د افغانستان په لور پرمختګ کوي.

افغان طالبانو که څه هم تراوسه پوري د داعش په اړه نظر نه دی څرګند کړی خو ویل کېږي چې د طالبانو مشران د دې دلې د نفوذ په پراختیا باندې اندېښمن دي.

0 thoughts on “پاکستاني طالبانو محمد خراساني خپل نوی ویندوی اعلان کړ”
  1. داعش به نور بدو خصوصياتو لرلو سره لوي بحث غواري زه غوارم صرف به يوه بد خواص دهغو جه نه به اسلام كي شته نه به أفغانيت كي شته او نه به اجتماعي جامعو كي شته .جه هغه به ننك او ناموس تجاوز كول او سياه سرو ته بي عزتي ورارول دي كه جيري خوك بي ناموسه أوسي دي دلي ته دي ورخي او كه خوك با ناموسه أوسي ددي دلي به ضد دي سر سختانه مبارزه وكري دخبل دننك او نا موس او دنورو دننك اوناموس دفاع دي وكري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *