تاند- پاکستاني طالبانو له څو ورځې بحثونو وروسته بالاخره ملا فضل الله خپل مشر وټاکه. طالبانو په تېرو څو ورځو کې د څو تنو نومونه د مشرانو په توګه اعلان کړل خو وروسته د دوی ویندوی شاهد الله شاهد رد کړل.

د پاکستاني طالبانو سرچینو نن وویل چې د طالبانو شورا پرېکړه وکړه چې ملا فضل الله به د حکیم الله مسود ځای ناستی وي.

حکیم الله مسود د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

تر دې مخکې طالبانو ویلي و چې عصمت الله بېټنی یې خپل موقت مشر ټاکلی دی.

د عصمت الله بېټني له قوله ویل شوي چې د طالبانو د تحریک شورا په یوه خوله پرېکړه وکړه چې ملا فضل الله یې مشر دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې ملا فضل الله د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې اوسي او د حملو لپاره باجوړ ته اوړي.

ملا فضل الله په ۲۰۰۹ کې سوات تر کنټرول لاندې درلود او د ایف ایم راډیو د لرلو له کبله په سیمه کې په ملا راډیو مشهور و.

ملا فضل الله به د پاکستاني طالبانو لومړنی مشر وي چې له وزیرستانونو سره تړاو نه لري.

2 thoughts on “پاکستاني طالبانو ملا فضل الله خپل مشر وټاکه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *