تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰: پاکستاني طالبانو د کوزې پښتونخوا شمالي وزیرستان خلکو ته ګواښ کړی چې سندرې به نه اوري، ماشومانو ته به د پولیو واکسین نه کوي او ښځې به له کورڅخه د محرم سړي نه بغیر نه راوځي.
طالبانو ویلي، که هر څوک له دې امر څخه په سرغړونه ونیول شو، ډېره بده سزا به ورکړي.
میرانشاه کې د طالبانو نوم ته منسوبو شبنامو کې لیکل شوي، طالبانو بیا بیا تاسې ته خبرداری درکړی، خو تاسې عمل پرې نه دی کړی، مګر دا به وروستی ځل وي چې درته وایوو، هر څوک چې زموږ له امر څخه په سرغړونه ونیول شو، ډېره سخته سزا به ورکړل شي.
طالبانوویلي، په کور دننه او دباندې هیڅوک په لوړ غږ موسیقي نه شي اورېدلی، خو که چا واورېده د خپلې کړنې پړه یې پر خپله غاړه ده: (( که هر دوکان نه د کمپيوټري سندرو او نورو فلمونو غږ راپورته شو، هغه به په بمونو والوځوو.))
پاکستاني طالبانو چې خلک یې د پاکستان د استخباراتي ادارو زېږنده بولي، دغه راز د شمالي وزیرستان خلکو ته ګواښ کړی چې که هر ماشوم ته د پولیو واکسین ورکول شوي وو، یا یې ګوته د واکسینو په رنګ ککړه شوې وه، مور و پلار به یې سزا ویني.
دې شبنامو کې راغلي، له کوره یوازې د ښځو وتل خطرناک دي، تاسو کې له هرو ۳ کسانو څخه یو زموږ استخباراتي کس دی، ښځې مو باید یوازې له کوره ونه وځي، تاسې فکر مه کوئ چې موږ امر درته وکړ، نو بیا به یې درباندې عملي کولی نه شو، زموږ امر ومنئ یا یې بدو پایلو ته تیار شئ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پي ټي ایم غړو څو څو ځله خبرداری ورکړی و چې پاکستاني پوځ بیا په وزیرستانونو کې د طالبانو ډلې ځای پر ځای کړي، هغوی ته یې وسلې، معاشونه او پوځي اډو کې ځایونه ورکړي دي.
ګڼ راپورونه او شنونکي دا هم وايي، چې د پاکستاني طالبانو ډله کومه ایډیالوژیکه بڼه نه لري، بلکې پاکستاني پوځ د پښتنو د ځپلو، جاهل ساتلو او ازارولو لپاره دا خلک ساتلي دي.