تاند- پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره د خبرو لپاره د خپلو مرکچیانو د ټاکلو ترڅنګ له حکومت څخه وغوښتل چې په خپل مرکچي پلاوي کې پنځلس تنه نور شامل کړي.
د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره څلور کسیزه کمېټه اعلان کړې چې ژورنالیست رحیم الله یوسفزی، پخوانی سفیر رستم شاه مومند، ژورنالیست او شناند عرفان صدیقي او متقاعد جګړن محمد عامر پکې شامل دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د طالبانو تحریک غوښتنه کړې ده چې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف له لوري په دې څلورکسیزه ډله کې دې پنځلس تنه نور هم شامل شي.
د راپورونو له مخې طالبانو ویلي چې د جمعیت علمای اسلامي د (س) ډلې مشر مولانا سمیع الحق، د تحریک انصاف مشر عمران خان، د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د (ف) ډلې مفتي کفایت الله ، د جماعت اسلامي مشر پروفیسر ابراهیم او د اسلام اباد د لال یا سور جومات مولانا عبدالعزیز دې د دوی له لوري له حکومتي پلاوي سره خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا د طالبانو د نهه کسیز پلاوي مشري به د دې ډلې د سیاسي شورا غړی قاري شکیل کوي.
طالبانو په عین حال کې د نوازشریف له لوري د خبرو لپاره د څلورو نومول شویو کسانو په اړه ویلي چې د هغوی په هکله ځینې ملاحظې لري خو له دې سره سره حاضر دي چې د پنځلس نورو کسانو ترڅنګ د پاکستان د حکومت په پلاوي کې دا کسان ومني.
له بلې خوا د پاکستان حکومت غواړي چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شاهد الله شاهد، خالد حقاني، عمر خالد خراساني، عصمت الله معاویه او قاري شکیل شامل وي.
ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د مرکچي پلاوي د غړیو د نومونو بشپړ لیست خپور شي.
فضل الرحمن، تر اوربند مخکې دې تبلیغان ودرول شي
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې حکومت او طالبانو ته پکار ده چې تر اوربند مخکې د یو بل پرخلاف تبلیغات بند کړي او که د خبرو په ترڅ کې د بې پېلوټه الوتکو حمله وشوه په پاکستان کې به د امن او سولې امکان له منځه ولاړ شي.
فضل الرحمن د شنبې په ورځ /فبروري۱/ په فیصل اباد کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د خبرو په لاره کې خنډونه باید لېري شي او د خبرواترو په برخه کې قبایلي دودونه باید په پام کې ونیول شي.