تاند- افغان طالبانو نن /پنجشنبه/ هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې دوی له پاکستاني طالبانو سره لاسونه یو کړي او په ګډه عملیات کوي.

افغان طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پاکستاني طالبانو رسنیو ته په یوه استولي برېښنالیک کې ادعا وکړه چې د طالبانو دواړو ډلو پرېکړه کړې چې د اسلام د حاکمیت او د مسلمانانو د ګټو لپاره به ګډ عملیات پیل کړي.

د پاکستاني طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د پاکستاني طالبانو د تحریک او د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو موافقه کړې چې تر یوه بیرغ لاندې ګډ عملیت وکړي.»

په دې خبرپاڼه کې دا ادعا هم شوې چې دواړو خواوو ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

 د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني رسنیو ته د پاکستاني طالبانو له لوري د استول شوي ایمیل په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوی برېښنالیک جعلي وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *