تاند- پاکستاني طالبان وايي چې د افغانستان پولې ته نژدې یې ۱۲ پوځیان وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی ۸ جنګیالیو پرون (شنبه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په غلام خان کې پر پاکستاني پوځیانو حمله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي«زمریالیو مجاهدینو د پاکستان پر مرتدو پوځیانو کمیني برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۲ پوځیان ځای پر ځای ووژل شول. په دې عملیاتو کې یو مجاهد شهید شو او څلور نور ژوبل شوي دي.»

پاکستاني طالبانو همداراز ادعا کړې چې د پاکستان پوځ د تل په شان د تلفاتو غچ له عام ولسه واخیست، د خلکو کورونه یې وسوځول او د درنو وسلو په ګولیو یې وویشتل چې له کبله یې نامعلوم شمېر ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ تراوسه پوري د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د دغه هیواد پوځ ازاد خبریالان قبایلي سیمو ته نه پرېږدي چې د پېښو کره او بې پرې راپور ورکړي.

3 thoughts on “پاکستاني طالبان د ۱۲ پوځیانو د وژلو ادعا کوي”
  1. دهیڅ انسان په وژنه باندی د خوښي اظهار ښه کا رندۍ،خوددغي پیښي په منځته راتلوسره پاکستانی سیاستوالو ته ۴۰۰ کاله وړاندی سوچ کول په کار دی اوهغه داسیلکه رحمن بابا چی وایی:کوهی مه کنه د بل سړی په لار کښی««»» چیری ستا به د کوهی پغاړه لار شی،،،،ته چی بل په غیشو ولی هسی پوه شه««»» چی همدا غیشی به ستا په لور ګوذارشی،،،،،آدمزاد په معنی واړه یو صورت دۍ««»» هر چی بل آزاروی هسی آزار شی…اویاداسی چی پښتو متلونه وایی:: د آزاره چا بازار ندۍ ګټلۍ،،،اویا هم وایی :: د مارګیر مرګ د مار څخه وی.

  2. ډیر ښه الله دی ستاسو شهید ته جنتونه وکړی او دپاکستان دی مرتد پوځ ته تل همداسی بربادی غواړم

  3. پاکستاني طالبانو دي آلله پاک شهادت قبول کړي او خپلوانو ته ئې صبر جميل غواړم.سرلوړي او برياليتوب ئې غواړم
    نفرين او لعنت دي وي دپاکستان پر مرتد فوځ او دوئ ته دآلله پاک له درباره دوئ ته جهنم غواړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *