تاند- پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت د خبرواترو په وړاندیز کې په نه صداقت تورن کړ، ویې ویل که حکومت خبرو ته جدي وي نو خپل دریځ دې څرګند کړي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو ته له سختو ګوزارونو وروسته دا په یوه اوونۍ کې د خبرو لپاره د پاکستان حکومت ته د طالبانو د تحریک درېم اعلان دی.
د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې طالبان تل خبرو اترو ته تیار دي او په دې برخه کې یې دریځ جدي دی.
ده همداراز ویلي: «طالبانو په ځلونو ویلي چې مانادارو، جدي او هراړخیزو خبرو ته تیار دي.»
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«طالبانو د مولانا سمیع الحق په شمول د خبرو ټولو منځګړو ته مثبت ځواب او هڅونکی ورکړی، خو حکومت په رسنیو کې یوازې تشې خبرې کوي څو عام خلک پر حقایقو ونه پوهېږي.»
شاهد الله شاهد د پاکستان پر حکومت تور پوري کړی چې د خبرواترو په برخه کې تبلیغات کوي او د خبرداریو سیاست یې خپل کړی دی.
ده د پاکستان دولتي رسنۍ د طالبانو پر ضد پر منفي پروپاګنډ تورنې کړې او ویې ویل چې له دې لارې حکومت پر قبایلو د جګړې د تپلو ناوړه هڅه کوي.
شا هد الله رشتیا وای او دافغا نستان حکومت هم همداسی سیا ست لری فه دوارو حکومتو کی بعضی کری نه غواری صلحه راشی