تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک د پنجشنبې په ورځ /د مې لومړۍ/ وویل چې د پاکستان حکومت له یوې خوا د خبرو اترو وړاندیزونه کوي او له بلې خوا د جګړې او خبرداریو سیاست پر مخ بیايي او په داسي حالت کې جدي او هدفمنې خبرې ممکن نه دي.
د طالبانو ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د جنګي او سیاسي حربې په توګه خبرې نه مني.
ده همداراز ویلي چې د پاکستان د طالبانو تحریک هیواد او خلکو ته د اوربند سوغات وړاندې کړ خو د حکومت له لوري تراوسه پوري نه جدیت لیدل کېږي او نه خپلواکي.
پاکستاني طالبان تل وايي چې د پاکستان حکومت او پوځ د امریکا تر اغېز لاندې دی او بشپړه خپلواکي نه لري.
د طالبانو ویندوی همداراز ویلي چې حکومت نه یوازې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی بلکې د طالبانو پرضد د پوځیانو د حملو په مخنیوي کې هم پاتې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په داسي یو حالت کې ګرانه ده چې پرېکړه وشي چې خبرې له حکومت سره وشي او که له پوځ سره.
د طالبانو ویندوی دا هم ویلي چې په وروستیو ورځو کې د جنوبي وزیرستان په بابړو او نورو سیمو کې د طالبانو پرخلاف حملې زیاتې شوي چې په هیڅ صورت د جدي او هدفمنو خبرو لپاره فضا نه شي برابرولی.
په همدې حال کې له حکومت سره د طالبانو د تماس د کمېټې غړي مولانا سمیع الحق پرون وویل، تر څو چې پوځ او طالبان مخامخ خبرې ونه کړي د سولې بهیر نتیجه نه شي ورکولی.