بصیر عاصم |
کله چي پاکستانی استخباراتو د دویم ځل لپاره د افغانستان پر خلاف د طالب ترهگرو جنگول پیل کړه ورسره سم يي پاکستانی طالبان هم جوړ کړه دا کار يي په لمړیو وختونو کي په ښکاره وکړ ، د ( تحریک طالبان پاکستان)  مشرانو سره د پاکستانیو پوځي چارواکو د لیدنو او ملاقاتونو وډیو گاني او تصاویر  اوس هم په ټولنیزو رسنیو کي لاس په لاس کیږي ، د پلان سره سم يي وروزل تجهیز  يي کړل او بیا يي د بغاوت د پاره په پاکستان کي د شریعت د نفاظ انگېزه ورکړه ، په دې کار کي پاکستانی استخباراتو څو گټلي لیدلې.
① د همدغو ترهګرو ( طالبان پاکستان  ) ځپلو په پلمه پاکستان له امریکا په میلیارډونو ډالر واخستل ، مخکي دا تجربه دوۍ امریکا ته د ځني القاعده او د طالب رژیم د پخوانیو مشرانو امریکا ته په ورسپارولو کړې وه ، کله چي د القاعده او طالب مشرانو نیولو او امریکا ته سپارولو پروژه نور د لمړیو وختونو په څېر عاید نه درلود نه داسي د پام وړ څوک ور پاته شوه ، (تحریک طالبان پاکستان) ډله جوړول يي ښه بدیل وباله.
②د پاکستان استخباراتي چارواکو  فکر کاوه چي افغانستان به هم د دوۍ د ترهگرۍ په عکس العمل  کي د انتقام په توګه د دوۍ صنعت ( تحریک طالبان پاکستان ) لکه څنګه چي دوۍ افغان طالبان استعمالوي ، استعمال کړي لکه څنګه چي افغان طالبان  افغانستان ویجاړوي په همغه ډول به د پښتونخوا سړکونه پلونه مکتبونه عامه تاسیسات ویجاړ کړي انسانان يي په مساجدو جنازو او بازارونو کي قتل عام کړي چي په دې سره به د پاکستان تر واک لاندي پښتنو  او افغانستان تر منځ یوه دایمي  دښمني ځاي ونیسي چي  بیا به نه د پاکستان تر واک لاندي کم پښتون ته ډیورنډ یا د افغانیت ادعا زهن ته ورشي نه به يي په فکر کي د افغانستان سره د دوستي او خواږۍ په نوم څه پاته شي خو افغان حکومت نه یوازي چي پاکستانی طالبان  يي حمایه نه کړل هغه د دوۍ را استولي يي بیرته په تابوتونو کي ور واستول چي بلاخره پاکستانی استخبارات مجبور شوه چي دا کار خپله وکړي لکه څه موده مخکي د پاکستان د پوځه تښتېدلي پوځي په یوه ویډیو کي اعتراف کاوه چي د پېښور ارمي پبلیک سکول د ماشومانو په وژنه کي د پاکستان پوځ مستقیم ښکیل وه ، خو هغه وخت پاکستانی پوځ د خپلو خلګو د ازهانو مخشوشولو او او د افغانستان پر خلاف  ترهګر ساتني جنایت ته د مشروعیت ورکولو په هڅه کي يي بیله ثبوته  افغانستان په خپلو جرایمو تورن کړ.
③ پاکستان له تاسیسه او تر ننه  هیڅکله پښتانه د ځان نه دي بللي د پاکستان په ټولو سیمو کي د پښتنو سیمي د عامه خدمتونو څخه محرومه کړل شوې که څه ورته شوي هم وي د کیفیت او کمیت له لحاظه په نه شتون حساب دي ، خو د پاکستان تر  قبضې لاندي د پښتنو د ژوند د سمون هغه هڅي چي د همدې پښتنو په زیار را منځ ته شوي وې هم په سترگو کي اغزي شوه خو ددې هڅو د بربادۍد پاره يي په پېښور کي (تحریک طالبان پاکستان ) وکارول او هغه سیمي چي ورانول ویجاړول يي( د تحریک طالبان پاکستان )د وس کار نه وه د (تحریک طالبان پاکستان ) د مینځه وړولو په پلمه مستقیماً په توپونو ټاکونو او الوتکو بمبار کړل ، ضمناً يي امریکا او نړیوالي ټولني ته داسي ښودل چي ګني  د ترهگرو په له منځه وړلو کي جدي او  قاطع دریځ لري.
 ④سره لدې چي پاکستان د پاکستان تر واک لاندي پښتنو سیمو کي د پښتو د خپل منځۍ ترپګنیو او د دښمنیو اورونه د حقونو او پرمختګ غوښتونکو د زهنونو د مهار دپاره کرلي دي خو لا يي هم د اقلیت لوستو  پښتنو  شتون  د ځان په وړاندي ګواښ محسوس کړۍ دۍ او دوۍ د مهار د پاره يي یو داسي یاغي ډله جوړه کړه چي ظاهراً د دغه هیواد  پوځ هم ځان ورسره ښکېل ښيي ،( تحریک طالبان پاکستان) يي  وسیله کړه چي مخور او لوستي پښتانه ترور او د ځانوژنکو بریدونو هدف يي وګرزوي ، یوه بیلګه يي د بلوچستان په کوټه کي د لسهاو پښتنو وکیلانو وژل دي.
 که له یوې خوا پاکستان د افغانستان سره په لوبه کي بریا خپله نه کړه خو داشیطاني طلسم يي لا هم هغسي د پاکستان تر واک لاندي هره ورځ د پښتنو په وینو لوبه ګرمه ساتلې ده ، او  د تاسف ځاي خو دادۍ چي تر پاکستان تر واک لاندي پښتانه هر څه په خپلو سترګو ویني خو بیا هم ددې ټولو ظلمونو سره چي پر دوۍ کیږي په خاموشۍ ننداره کوي . څه موده مخکي د احسان الله احسان په نامه د پاکستاني طالبانو یو مشر او ویاند چي په خیبر پښتونخوا کي يي د ګڼو بریدونو چي په سلګونو پښتانه پکي وژل شوي وه مسولیت منلۍ وه د پاکستان د پوځ سره  د څو ادعاو دپاره یو ځاي په رسنیو کي راڅرګند شو  د مجازاتو پر ځاي يي  په (جي ایچ کیو)  کي د پاکستان د پوځ ښکاره درنه میلمستیا نصیب شوه ، خو د پاکستان تر واک لاندي اکثره پښتانه لا هم پاکستانی پوځیان د ځان ساتونکي او پاکستان خپل هیواد گڼي ،  دا هغه باور دۍ چي لا هم د دوۍ د وینو تږو ته لوړه روحیه ورکوي. یو څه چي د هغه طرف پښتانه ددې شیطاني طلسمه ایستلاي شي ازاد فکر او شعور دۍ. او دا هغه څه دي چي په تاسف هغوۍ يي نه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *