تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د پاکستان یو شمېر حقوقي فعالان او ځوانان وايي، هڅه کوي چې د دغه هیواد پر سنا جرګه فشار راوړي، تر څو همجنسګرايي ته قانوني بڼه ورکړي.

د پاکستان ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان ځوانان، محصلین، تعلیم یافته او د فعالانو یوه لویه حلقه په دې تړاو فعاله ده چې د پاکستان سنا جرګه د همجنسپالنې قانوني کولو ته مجبوره کړي.

دغه فعالان چې د پاکستان ټوډی لخوا یې نومونه نه دي افشا شي وايي، همجنسپالنه په ګڼو هیوادونو کې قانوني شوې او پاکستان هم باید دې چارې ته اجازه ورکړي.

په دې تړاو د پاکستان مهم ژورنالیست حامد میر هم ویلي چې دغو ځوانانو حتی د پاکستان له علماو سره هم تماسونه نیولي دي تر څو یې د همجنسګرايې په قانوني کولو کې ملاتړ وکړي، خو هغوی لا ځواب نه دی ورکړی.

حامد میر ویلي، ګڼو همجنسګرایانو چې کله دا غوښتنه د پاکستان قانون جوړوونکو ته مخې ته ایښې نو هغوی ځواب ورکړی چې دین او پنځه وخته لمونځ ته مخه کړئ تر څو مو افکار بې لارې نه شي.

د پاکستان ټوډی ورځپاڼې همدا راز د فعالانو له قوله ټینګار کړی چې سناتوران یې باید د همجنسپالنې د قانوني کولو طرحه باندې بحثونه وکړي او د سنا جرګې یوه ورځ دې په دې اړه ځانګړې ناستې ته وقف کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *